په پاکستان کې د سرې سترګې ساري ناروغۍ په چټکۍ سره مخ په خوریدو ده
په پاکستان کې د "سرې سترګې" (کنجکټیوایټس) په ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمیر له ۸۶ زرو څخه واوښت.

په پاکستان کې د "سرې سترګې" (کنجکټیوایټس) په ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمیر له ۸۶ زرو څخه واوښت.
د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د «سرې سترګې» په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د پنجاب د روغتیا وزارت لخوا شریک شوو ارقامو له مخې، په سپټمبر کې د سترګو په ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمیره ۸۶ زره ۱۳۳ تنو ته رسیدلی دی .
په تېره یوه اوونۍ کې په پنجاب کې تر ۴۰ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د پنجاب د موقت حکومت لومړي وزیر محسن رضا نقوي ویلي چې په شخصي او دولتي ښوونځیو کې تعلیم د یادې ناروغۍ له امله وځنډول شو.
روغتیا پوهانو خبرداری ورکړی چې د "سرې سترګې" ناروغي په چاپیریال کې په چټکۍ سره خپریږي لکه فابریکې، بازارونو او پلازمینې او په ګڼ میشته ښارونو کې.
کارپوهانو ویلي، چې هر کال د «سرې سترګې» ناروغۍ پېښې زیاتېږي، خو سږ کال د دغې ناروغۍ شدت ډېر دی او له خلکو یې غوښتي، چې احتیاطي تدابیر ونیسي.
کارپوهانو هغو کسانو ته چې د "سرې سترګې" په ناروغۍ اخته دي سپارښتنه کړې چې تورې عینکي واغوندي او ټینګار یې وکړ چې دا خلک باید خپل بسترونه او شخصي سامانونه جلا کړي.
اړوند خبرونه

په پاکستان کې د سرې سترګې ساري ناروغۍ په چټکۍ سره مخ په خوریدو ده
په پاکستان کې د "سرې سترګې" (کنجکټیوایټس) په ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمیر له ۸۶ زرو څخه واوښت.