په چین کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره یو ځل بیا ډیره زیاته لوړه شوې ده

په چین کې، د دودیز قمري تقویم سره سم د نوي کال له لمانځلو دمخه په اونۍ کې د نوي ډول کرونا ویروس  (کوویډ - ۱۹) له امله ۱۲۶۵۸ مړینې ثبت شوي دي.

1936410
په چین کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره یو ځل بیا ډیره زیاته لوړه شوې ده

په چین کې، د دودیز قمري تقویم سره سم د نوي کال له لمانځلو دمخه په اونۍ کې د نوي ډول کرونا ویروس  (کوویډ - ۱۹) له امله ۱۲۶۵۸ مړینې ثبت شوي دي.

د چین د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز  لخوا د شوي بیان له مخې ، د جنوري له ۱۳ څخه تر ۱۹ مو نیټو  پورې د کرونا ویروس له امله ۱۲۶۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر له ۸ څخه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر ۱۲ نیټې پورې په هیواد کې د کوویډ-۱۹ د تدبیرونو له مینځه وړلو وروسته د دغه ویروس له امله ۵۹ زره ۹۳۸ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی. په دې توګه، د وبا په وروستیو څپو کې د د ځاني تلفاتو شمیره ۷۲۵۹۶ تنو ته لوړه شوې ده .

د چین د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز مشر وو زونیو هم د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې  ویلي ، په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د لګول شوو محدودیتونو د لرې کیدو نه وروسته اټکل کیږي  چې د چین د یو عشاریه ۴  میلیارد  نفوس ۸۰ سلنې څخه ډیر په کرونا ویروس روږدی شوی وي .

په چینايي دودونو کې، دا مهم ګڼل کیږي چې قمري نوی کال له کورنیو سره تیر کړي. د "پسرلي جشن" دورې په جریان کې، چې د نوي کال جشن هم پکې شامل دی، میلیونونه خلک د هیواد دننه سفر کوي ترڅو خپلو ښارونو ته لاړ شي. د پسرلي جشن سفرونه چې د "چونیو" په نوم یادیږي "د نړۍ ترټولو لوی ډله ایز مهاجرت" بلل کیږي.

د چین د  ټرانسپورټ وزارت راپور ورکړی چې  د روان کال د جنوري د ۷ او فبروري د ۱۵ مو نیټو ترمنځه پدې  ۴۰ ورځنۍ رخصتۍ کې تمه کیږي چې ۲ عشاریه یو میلیارد سفرونه ترسره شي.



اړوند خبرونه