په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۱  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۹۷۰۸ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1784949
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۱  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۱  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۴۵۵ زره او ۲۰۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۷۹۷۰۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۹۴۴۱۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۴۵ میلیونه ۳۴۴ زره او ۲۱۲  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۶۵۹ زره او ۷۳۶ تنو ته د کرونا ویروس  لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۷۷۱ زره او ۹۲۹ تنو ته  لومړی او دویم ډوز او ۲۶ میلیونه ۹۳۳ زره او ۱۲۸ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.



اړوند خبرونه