د کرونا ویروس له امله ځاني تلفات په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دي

د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره په چټکۍ سره مخ په لوړیدو ده

1374460
د کرونا ویروس له امله ځاني تلفات په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دي

 

د چین د روغتیا د ملي کمیسیون لخوا د خپور شوي بیان له مخې په نوموړي هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۰ نوې مثبې پیښې ثبت شوي دي.

همداشان  د کرونا ویروس له امله په ایټالیا کې هم  د مړو شمیره په چټکۍ سره د لوړیدو په حال کې ده. په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۶۶ تنو ته رسیدلې ده.

همداشان په فرانسه کې د کرونا ویروس د مثبتو واقعو شمیره ۱۱۲۶ ته لوړه شوې. پدې هیواد کې ۱۹ تنو تر اوسه پورې ددې ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

په اسپانیا کې هم  د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۶۰۰ ته لوړه شوې ده . پدې هیواد کې د مړو شمیره بیا ۱۷ تنه ښودل شوې ده.

په انګلستان کې بیا د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۲۷۳ تنو ته لوړه شوې ده.

پدې هیواد کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس له امله دوو  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په سویس کې هم د مثبتو پيښو شمیره ۳۳۲ ته لوړه شوې او دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په جرمني کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۹۰۲ ته لوړه شوې ده .

همداشان په بلجیم کې دا شمیره ۲۰۰ ته ، په اتریش کې ۹۹ ته ، په یونان کې ۷۳ ته، په ډنمارک کې ۳۵ ته، په چک کې ۲۶ ته، په پولنډ کې ۱۹ ته ، په رومانیا کې ۱۵ ته ، په هنګري کې ۷ او په سلواکیا کې ۳ ته رسیدلې ده .

په امریکا متحده ایالتونو کې بیا د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۱ ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه