په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس د قربانیانو شمیره ۲۷۴۶ تنو ته لوړه شوه.

په چین کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

1367224
په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس د قربانیانو شمیره ۲۷۴۶ تنو ته لوړه شوه.

 

د ویلو ده چې پدې هیواد کې  د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره  مخ په راټیټیدو  ده.

د چین د روغتیا ملي کمیسیون ویلي دي چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د کرونا ویروس له امله ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۴۳۳ تازه واقعې ثبت شوي دي.

پدې ډول  په چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیره ۲۷۴۶ تنو ته لوړه شوه او پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۷۸ زره ۴۹۷ تنو ته رسیدلې ده .

د ویلو ده چې د کرونا ویروس  په چټکۍ سره د نړۍ هر ګوټ ته د خوریدو په حال کې دی.

د کرونا نوی ډول ویروس  د لومړي ځل لپاره  د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر په ۱۲ مه نيټه  د چین د ووهان په ښار کې  ولیدل شو. دا ویروس په ډیرۍ چټکۍ سره د چین نورو ښارونو او بیا  د نړۍ نورو هیوادونو ته خپور شو.

د روغتیا نړۍوال سازمان  د کرونا ویروس  له امله بیړنی حالت اعلان کړی دی.


پيوندونه: #کرونا ویروس , #چین

اړوند خبرونه