په چین کې د کرونا ویروس ناروغۍ له امله  د مړو شمیره ۱۷۷۱ تنو ته لوړه شوه.

په چین کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۷۰ زرو تنو نه واوښته

1360574
په چین کې د کرونا ویروس ناروغۍ له امله  د مړو شمیره ۱۷۷۱ تنو ته لوړه شوه.

 

د چین د روغتیا ملي کمیسیون د شمیرو له مخې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  په چین کې د کرونا ویروس له امله  ۱۰۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول  د مړو شمیره ۱۷۷۱ تنو ته لوړه شوه.

همداشان په چین کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۷۰۵۴۸ تنو رسیدلې ده چې د ۱۰۶۴۴ تنو روغتیايي حالت يي باریکه دی.

همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۰۴۸ د کرونا نوې واقعی ثبت شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  د ۲۰۱۹ کال  د دسمبر په ۱۲ مه نيټه  د لومړي ځل لپاره د چین د هوبئي ایالت اړوند  د ووهان په ښار کې  د کرونا نوی ډول ویروس ولیدل شو. دا ویروس په ډیره لنډه موده کې د چین نورو ښارونو او حتا د نړۍ نورو هیوادونو ته خپور شو.


پيوندونه: #کرونا ویروس , #چین

اړوند خبرونه