روغتیا نړۍوال سازمان : د نوي کرونا ویروس اغیزې د سارس ویروس نه اوښتي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان  د نوي کرونا  ویروس  د اغیزو  او خطراتو په اړه تیره شپه  بیړنۍ غونډه وکړه  او بیړنۍ حالت يي اعلان کړ.

1350597
روغتیا نړۍوال سازمان : د نوي کرونا ویروس اغیزې د سارس ویروس نه اوښتي دي

 

د ویلو ده چې  د روغتیا نړۍوال سازمان  د جنوري په ۲۳ مه نیټه  په غونډه کې ویلي وو چې  بیړني حالت اعلانولو ته اړتیا نشته دی. خو  یاد شوي سازمان تیره شپه غونډه کې  وویل چې اشتباه يي کړې ده  او بیړنی حالت يي اعلان کړ.

د بله پلوه  د  کرونا  ویروس  ساري ناروغۍ له امله د مړو شمیره  د هر ساعت په تیریدو سره  مخ په لوړیدو ده. ویل کیږي په چین کې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  ۴۳ تنو نورو کسانو هم  ژوند د لاسه ورکړ او د مړو شمیره  ۲۱۳ تنو ته لوړه شوه.

همداشان  په نوموړي هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۸۲ د کرونا ویروس  تازه واقعې ثبت شوي دي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د بیړني حالاتو د پروګرام  مشر مایک ریان  ویلي دي چې  د کرونا د اغیزې  ساحه  ډیره زیاته  لویه ده، په ټوله معنا  یو فلاکت  دی  او  ددې ناروغۍ  علاج  هم  تر اوسه پورې موندل شوی ندی.

هغه ویلي دي چې  ددې ویروس اغیزې  د سارس د ویروس نه هم  تیرې شوي دي  او چین سربیره  امریکا او اروپا يي هم  د ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د ویلو ده چې  د کرونا ویروس  تر اوسه پورې د نړۍ په شلو هیوادونو کې  لیدل شوی دی.

امریکايي متخصصینو ویلي دي چې  دا ویروس  د تنفس  له لارې  د یو انسان  نه بل انسان ته تیریږي. د امریکا  په شیکاګو ایالت کې  یوه میرمنه چې پدې ویروس  روږدې شوې وه  د هغه  په میړه کې هم  تشخیص شوی دی.

د امریکا د شیکاګو ایالت سربیره  په اریزونا، واشنګټن او سویلي کالیفورنیا ایالتونو کې هم  ثبیت شوی دی.

د بله پلوه  امریکا،ترکیې، اسپانیا، انګلستان، فرانسې، پرتګال، کرویشیا او هنګري په څیر  اروپايي هیوادونو  د چین د ووهان په ایالت کې د میشتو خپلو وګړو د تخلیې په خاطر ځانګړې الوتکې  سیمې ته  استولي او د خپلو هیوادوالو په تخلیې پيل کړی دی.

د روغتیا د نړۍوال سازمان لخوا د بیړنۍ حالت د اعلانیدو نه وروسته  اروپايي هیوادونو د چین ویزې  لغوه اعلان کړې  او  روسیې  د چین سره د خپلو پولو د تړولو پریکړه وکړه.

همداشان  یو زیات شمیر  هیوادونو  چین ته  الوتنې ودرولې. د ترکیې ملکي هوايي شرکت  ترکش ایرلاین هم  د فبروري تر نهمې نیټې پورې چین ته خپلې ټولې الوتنې  وځنډولې.

 



اړوند خبرونه