په چین کې پیدا شوې  د نوې کرونا  ویروس  له امله  د مړو شمیرو  ۱۷۰ ته  لوړه شوه.

په چین کې نوی کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی

1349952
په چین کې پیدا شوې  د نوې کرونا  ویروس  له امله  د مړو شمیرو  ۱۷۰ ته  لوړه شوه.

 

د چین د روغتیا ملي کمیسیون  د معلوماتو له مخې  د هیواد په کچه  په ټولو  ښارونو ، ایالتونو، خودمختاره سیمو  او ځانګړو اداري سیمو  کې  د نوي کروا  په ویروس  د روږدو شوو کسانو شمیره  ۷۷۱۱ تنو ته  رسیدلې چې ددوې له جمع نه د ۱۳۷۰ تنو  روغتیايي حالت  د اندیښنې وړ  دی.

پدې ویروس  د روږدو شکمنو کسانو شمیره  ۱۲ زره ۱۶۷ تنه  ښودل شوې ده .

همداشان  ۸۱ زره ۹۴۷ تنه  د کرونا په  ویروس د روږدو کسانو  سره  د تماس له امله  تر مشاهدې  لاندې  نیول شوي دي.

ویل کیږي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول چین کې  ۱۷۳۷ تنو کې  دا ویروس  تشخیص شوی دی. همداشان  ۳۸ تنو ژوند لاسه ورکړی دی.

تر ننه پورې  ددې ناورغۍ  تداوي  شوي  او د روغتون نه  د رخصت کړی شوو کسانو شمیره ۱۲۴ تنو ته  لوړه شوې ده .

په چین کې  د نوي کرونا ویروس  له امله  ۱۶۲ تنو  ددې ویروس د مرکز په توګه یادیدونکي  هوبئې په سیمه کې  ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان  د سیچوان، هاینان، هیبي، هی لونګ سیناګ ایالتونو کې یو  یو تن، د بیجینګ او شانګهای په ښارونو کې  یو یو تن او هینان په ایالت کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.


پيوندونه: #کرونا ویروس , #چین

اړوند خبرونه