په چين كې معجزوي ماشوم

په چين كې يو ماشوم د خپل مور او پلار تر مړينې څلور كاله وروسته وزېږېدلو!

950107
په چين كې معجزوي ماشوم

 

د چينايي رسنيو د معلوماتو له مخې دا ماشوم چې مور او پلار يې په ۲۰۱۳م كال كې مړه شوي دي، د `كرايي مور` د رحم په واسطه زېږېدلى دى.

د معلوماتو له مخې په چين كې د شن جي او ليو زي جوړې چې د ماشوم د پېدا كېدلو په موخه يې د مصنوعي القاح درملنه پيل كړې وه، خپل ۴ دانې سپرمونه او هګۍ  په طبي لابراتوار كې كنګل كړي وو.

له بده مرغه له دې پېښې پينځه ورځې وروسته په ۲۰۱۳م كال كې د يوې ترافيكي پېښې په پايله كې چينايي جوړه مړه شوه.

د سپرمونو او هګيو نه جوړه شوې امبريو په ۲۰۱۷م كال كې د لاوس له هېواده د يوې كرايي مور په رحم كېښودل شوه چې په پايله كې يې د ټيانټيان په نامه يو ماشوم وزېږولو.

د مړې شوې جوړ مور او پلار د خپل لمسي د ولايت د اخيستلو په موخه د ډي آېن اېې ټېسټ ترسره كړ او پدې ډول يې خپل لمسى واخيست.

د ناوې مور اوس ډېره خوشاله ده او وايي چې د لمسي سترګې يې مور او نوره څېره يې پلار ته ورته ده.

د ټيانټيان نېكه ويلي دي چې تر هغه پورې چې ماشوم لوى شوى نه وي، هغه ته به دده د پيدايښت په اړه اصلي كيسه ونكړي.

د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې يو ماشوم د مور او پلار تر مړينې ۴ كاله وروسته نړۍ ته راځي.


پيوندونه: #چين , #ماشوم , #القاح

اړوند خبرونه