په پاكستان كې د ناپاكو اوبو له امله هر كال ۱۰۰ زره تنه وژل كيږي.
په پاكستان كې د ناپاكو اوبو له امله هر كال ۱۰۰ زره تنه وژل كيږي.
په پاكستان كې د ناپاكو اوبو له لارې د ساري ناروغيو په پايله كې هر كال شاوخوا ۱۰۰ زره تنه وژل كيږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په نوموړي هېواد كې د ساري ناروغيو له امله د وژل شو كسانو ۴۰ سلنه يې د ناپاكو اوبو د څښلو په پايله كې وژل كيږي.
د پاكستان هېواد چې نږدې ۲۰۰ ميليونه نفوس لري د چاپېريال د ككړتيا، د نفوسو د زياتوالي او غير منظم ښاري سيستم له امله د نفوسو شاوخوا ۷۰ سلنه پاكو اوبو ته لاس رسى نه لري.
د هغه راپور له مخې چې ددې هېواد د روغتيا د وزارت لخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو سره د مرستې د ادارې يونيسف لخوا خپور شوى دى، راغلي دي چې د ناپاكو اوبو له امله د وژل شو كسانو تر نيمايي د زياتې برخې عمرونه تر ۱۰ كلونو ټيټ دي.
د پاكستان په لرې پرتو سيمو كې د پاكو اوبو نشتوالى تر ټولو لويه ستونزه ده. د پاكستان د روغتيا وزيرې سايرې افضل څرګنده كړه چې د سند او پنجاب په ايالتونو كې په لرې پرتو سيمو كې د پاكو اوبو د اړتيا د پوره كولو په موخه يو لړ پروژې عملي كويز
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.