د يو مياشتني ماشوم ۷ غاښونه!
په هندوستان كې ډاكټرانو د يو يو مياشتني ماشوم له خولې ۷ غاښونه ويستلي دي.
ددې هېواد د ګجرات په ايالت كې د يو ماشوم چې يواځې يوه مياشتې عمر لري، ۷ غاښونه شوي وو چې د ډاكټرانو لخوا د يو پېچلي عمليات په پايله كې وويستل شوي دي.
ددې عمليات د ټيم مشر ډاكټر ميټ راماتري بي بي سي ته ويلي دي چې دې ماشوم د غاښونو د درلودلو له امله د ساه اخيستلو او د مور د تي د رولو په برخه كې ستونزې درلودلې. كه چېرې دا عمليات نه واى ترسره شوى نو د ماشوم ژوند د خطر سره مخامخ كېدلو.
د ماشوم والدين وايي چې يواځې تر زېږېدلو څو ورځې وروسته يې د ماشوم په خوله كې د غاښونو شتوالي ته پام شو چې په لنډه موده كې را ووتل.
د ماشوم معالج ډاكټر څرګنده كړه چې كه څه هم ورته ناروغ يې پخوا نه دى ليدلى خو دا نورمال بيولوژيكي بهير دى او د ماشوم روغتيا هم ښه دهه.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.