آيا پدې انځور كې پړانګ ليدلى شئ؟!

په كېنيا كې د ميساي مارا د حيواناتو په ملي پارك كې يو عكاس ددې ونې انځور اخيستى دى او بيا ترې لاندې ليكلي دي چې ``پړانګ پيدا كړئ!``

770305
آيا پدې انځور كې پړانګ ليدلى شئ؟!

 

 

د ځمكې پر سر يو زيات شمېر حيوانات د خپل طبعي چاپېريال سره د مطابقت او د ښكاريانو پر وړاندې د تدابيرو د نيولو په موخه خپل ځانونه د چاپېريال د شرايطو سره سم جوړوي.

په كېنيا كې د ميساي مارا د حيواناتو په ملي پارك كې يو عكاس ددې ونې انځور اخيستى دى او بيا ترې لاندې ليكلي دي چې ``پړانګ پيدا كړئ!``

پدې انځور كې يو ډول پړانګ چې ليوپار يې بولي د ونې د ډډې پورې ځان په داسې ماهران ډول پټ كړى دى چې د پاملرنې ته يې موندل ګران دي.

دا انځور د اينګو ګېرلاش په نامه د جرمني يو تن نامتو عكاس اخيستى دى. نوموړي پدې اړه وويل چې پړانګ په ونه كې د يوې هوسۍ د ښكار كولو په موخه ځان په ماهران ډول پټ كړى دى.

ګېرلاش وايي چې كېنيا ته د ليوپار ډوله پړانګو د عكاسۍ لپاره تللى دى خو دا ډول حيوانات د انسانانو او نورو حيواناتو نه دومره شرميږي چې په هېڅ ډول نه غواړي چې خپل شخصي ژوند د نورو د سترګو پر وړاندې نندارې ته وړاندې كړي. د ګېرلاش په وينا د پړانګانو په سيمه كې يې د ۵ ساعتونو ځنډ او كمين نه وروسته پدې بريالى شو چې ددې ليوپار ډوله پړانګو د څو كورنيو انځورونه واخلي.



اړوند خبرونه