په نایجریا کې  د مننجیت ساري ناروغۍ له امله په سلګونو تنو ژوند دلاسه ورکړی

د نایجریا  د ناروغیو د کنټرول مرکز  ویلي دي چې په هیواد کې  د مننجیت باکتریا  د خپریدو له امله  په سلګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

702354
په نایجریا کې  د مننجیت ساري ناروغۍ له امله په سلګونو تنو ژوند دلاسه ورکړی

په نایجریا کې  د مننجیت  ناروغۍ له امله   ۲۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

د نایجریا  د ناروغیو د کنټرول مرکز  ویلي دي چې په هیواد کې  د مننجیت باکتریا  د خپریدو له امله  په سلګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

د یاد شوي مرکز لخوا  د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې  د تیرو څو اوونیو راهیسې  د نایجریا په ۱۵ ایالتونو کې  د مننجیت  باکتریا  په ډیرې چټکۍ سره  د خپریدو په حال کې ده . تر اوسه پورې  ۸۲۸ تنه پدې ناروغۍ  روږدي شوي دي چې ۲۶۹ تنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی .

په خبرپاڼه کې  د نایجریا  په خلکو غږ شوی دی چې  د نوموړي  ناروغۍ  پر خلاف د مبارزې په خاطر  باید  روغتونونو ته  لاړ شي  او ځانونه معاینه کړي.

یاد شوي  مرکز  ویلي دي چې  په ۲۰۱۵ کال کې  په هیواد کې ددې ناروغۍ له امله ۱۳۱ تنو او په ۲۰۱۶ کال کې بیا  یواځې ۳۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

یاد شوي مرکز ویلي دي چې  دا ناروغي  د انسان  د مغزو نه  پیلیږي  او  د وجود نورو برخو ته  خوریږي. همداشان  دا ناروغي  د هوا  له لارې  د یو نه  بل ته  تیریږي.

د یاد شوي مرکز  چارواکیو ویلي دي چې  دا ناروغي  تداوي او واکسین  لري  .



اړوند خبرونه