چينجي د ميكروبونو په مقابل كې

د پولنډ د هېواد پوهانو د يوې څېړنې په پايله كې په چينجيانو كې داسې ماده وموندله چې د انسان د هاضمې په سيستم كې د ناوړه ميكروبونو او باكترياګانو په لمنځه وړولو كې مهم رول لوبوي.

155773
چينجي د ميكروبونو په مقابل كې

د پولنډ د هېواد پوهانو د يوې څېړنې په پايله كې په چينجيانو كې داسې ماده وموندله چې د انسان د هاضمې په سيستم كې د ناوړه ميكروبونو او باكترياګانو په لمنځه وړولو كې مهم رول لوبوي.
د پولنډ د لوبلين د پوهنتون د بيولوژۍ د لابراتوارونو څانګې د يو علمي راپور له مخې څرګنده كړه چې چينجيان كولاى شي چې د انسان په معده او كولمو كې هغه ميكروبونه له منځه وشي چې د هاضمې سيستم ته زيان رسوي.
د پوهانو په وينا د چينيجانو په بدن كې د ستوتوكسيك په نامه يو ډول كيمياوي ماده د توبركولوز باكتري او د سرطاني حجرو د درملنې لپاره ګټوره ده.
سربېره پر دې د ستوتوكسيك كيمياوي ماده د سږو د سرطان د درملنې په برخه كې ۹۰ سلنه او د رحم د سرطاني حجرو په لمنځه وړلو كې ۹۵ سلنه اغېزمنه ده.
پوهان اوس كوښښ كوي چې د چينچيو د بدن نه د ستوتوكسيك كيمياوي ماده جلا او درمل ترې جوړ كړي. د دوى په وينا ددې مادې د درملو جوړول به ښايي كلونه وخت واخلي.
كه څه هم پخوا د انګلستان يو شمېر پوهانو د سرطاني حجرو د لمنځه وړولو په موخه درمل جوړ كړي دي خو دا درمل د انسان د بدن نورو حجرو ته هم زيان رسوي.
د پولنډ د هېواد پوهان هيله لري چې د ستوتوكسيك د مادې نه داسې درمل جوړ كړي چې د انسان د بدن نورو حجراتو ته د زيان رسولو پرته سرطاني حجرې له منځه يوسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه