د ترکیې د روغتیا وزارت درې نوې امبولانس چورلکې راونیولې

111535
د ترکیې د روغتیا وزارت درې نوې امبولانس چورلکې راونیولې

د ترکیې د روغتیا وزارت د خدماتو د کچې د لوړولو په موخه درې د شپې لخوا د الوتنې ظرفیت نه برښمندې الوتکې راونیولې .
د ترکیې د روغتیا د وزارت سلاکار ایوب ګوموش وویل چې هیوادوالو ته د بیړنیو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د کیفیت او لاس رسي سربیره زمان او چټکوالی هم ځانګړې اهمیت لري.
ګوموش وویل چې باکیفیته امبولانسونه ضرور دي چې په لوړې تکنالوژۍ او ټولو لازمو سامان آلاتو سمبال وي چې د همدې امله د روغتیا وزارت هڅه کوي چې د امبولانس الوتکو شمیره لوړه کړي .
ګوموش زیاته کړه چې تر اوسه پورې یواځې د ورځې لخوا د الوتنو د ظرفیت نه برښمندې امبولانس چورلکې مو درلودې چې د نوو دریو چورلکو سره ددینه وروسته کولی شو چې د شپې لخوا هم ناروغان په ډیر کم وخت کې روغتونونو ته انتقال کړو.
نوموړي وویل چې دا الوتکې په لومړني پړاو کې یواځې په استانبول ، انقره او ازمیر ولایتونو کې په فعالیت پیل کوي چې انشاالله هر څه ژر به د فعالیت لمن نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د روغتیا د وزارت سلاکار وویل چې د امبولانس چورلکو سره مو شاوخوا ۱۸ زره تنه ناروغان روغتونونو ته انتقال کړي دي .
د نوموړي په وینا په ۲۰۰۲ کال کې په ترکیه کې د امبولانسونو شمیره ۶۱۸ وه چې دم ګړۍ دا شمیره ۳۸۵۸ ته لوړه شوې ده . همداشان په پام کې لرو چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه دا شمیره ۴۶۰۰ ته لوړه کړو.
همداشان په یو شمیر هغه سیمو کې چې نور مال امبولانس موټران نشي تللې ۲۹۵ زنځیرداره امبولانسونه خدمت وړاندې کوي.
په ترکیه کې امبولانس الوتکو په ۲۰۰۸ کال کې په خدمت پیل کړی دی . دم ګړۍ ۱۷ امبولانس چورلکې او درې امبولانس الوتکې لرو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه