د ایبولا د ویروس د قربانیانو شمیره ۱۲۲۹ تنو ته لوړه شوه

د روغتیا نړۍوال سازمان د ایبولا د ویروس په اړه وروستي ارقام خپاره کړل.

96076
د ایبولا د ویروس د قربانیانو شمیره ۱۲۲۹ تنو ته لوړه شوه

د روغتیا نړۍوال سازمان  د ایبولا  د ویروس  په اړه  وروستي ارقام  خپاره کړل.

د روغتیا د نړۍوال سازمان  د ارقامو له مخې  په لویدیځه افریقا کې  د اییولا  د ویروس  ۱۱۳ نوې پیښې  ثبت شوي دي  . ددې سره  د ایبولا  د ناروغانو  شمیره  ۲۲۴۰ تنو ته  لوړه شوه  چې ددوې له جمع  ۱۲۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د روغیتا نړۍوال سازمان  د ایبولا د ویروس پر وړاندې د مبارزې په خاطر بیړنۍ حالت اعلان کړی او د نوموړي ویروس پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې د امتحاني درملو  کارولو ته  اجازه ورکړې  ده .

د ایبولا  ویروس چې  تر اوسه  پورې  درمل او تداوي  نلري  یواځنۍ  هیله  د زیمپ په نامه  درمل دي چې په ترکیب کې د تنباکو بوټۍ  نه کار اخیستل کیږي. د زیمپ  په نامه  درمل هم  ډیر  کم  تولید شوي دي .

د غلې  نړۍوال سازمان  د لویدیځې  افریقا  سره  د مرستو د پیلولو نه خبر ورکړی دی .

د ملګروملتونو د غلې نړۍوال سازمان  ویلي په پام کې لري چې په سیمه کې په خلکو د خوراکي توکو  او پاکو اوبو  مرسته وکړي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه