د ایبولا ویروس او ساري ناروغۍ په افریقا کې ۸۸۷ تنه وژلي دي

د ایبولا په نامه ویروس د نړۍ روغتیا د ګواښ سره مخامخ کړې ده .

79977
د ایبولا ویروس او ساري ناروغۍ په افریقا کې ۸۸۷ تنه وژلي دي

د ایبولا په نامه ویروس د نړۍ روغتیا د ګواښ سره مخامخ کړې ده .
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې لویدیځه افریقا کې د وژونکې ویروس ایبولا له امله د مړو شمیره ۸۸۷ تنو ته رسیدلې ده .
د ویلو ده چې د ایبولا ویروس تر ټول زیات د سیرالیون په هیواد کې خلک وژلې دي. په نوموړي هیواد کې د یاد شوي ویروس له امله ۲۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۴۶ تنه نور په روږدې شوي دي .
د نوموړي هیواد حکومت د نوموړې ساري ناروغۍ د مخنیوي په خاطر ټول ښوونځي، رسمي ادارې رخصت کړي دي. یو شمیر دولتي ادارې چې د مجبوریت په اساس باید پرانیستې وي هم پرته د وخت اخیستو مراجعین نه مني.
په نوموړي هیواد کې ټول دوکانونه، مارکیټونه او بازارونو تړل شوي دي او هیڅوک د کورنه نه وځي.
د نوموړي هیواد د روغتیا د وزارت ډلې په لارو او سړکانو کې ګزمې وهي او خلکو ته د غوښې د نه خوړولو او نظافت ته د جدي پاملرنې توصیې کوي. همداشان یادې شوې ډلې خلکو ته د کورونو نه په نه راوتو ټینګار کوي. په نوموړي هیواد کې هغه سیمې چې یاده شوې ناروغۍ پکې لیدل شوې او ناروغان پکې د درملنې لاندې نیول شوي دي قرنتیل کړې او د اردو سره د کلک څار لاندې نیول شوې ده.
د سیرالیون ولسمشر ایرنیست باي کوروما په خپله وینا کې ویلي دي چې د هیواد شتوالی د ګواښ سره مخامخ دی او خلکو باندې د کورونو نه د نه وتو ټینګار کړی دی. همداشان نوموړي د خلکو نه د دعا کولو غوښتنه کړې ده .
په لیبریا کې هم هغه سیمې چې ایبولا ویروس پکې لیدل شوی دی د قرنتیل لاندې نیول شوي دي . اردو سیمې د کلک کنټرول لاندې نیولي دي . د نوموړې ناروغۍ له امله د وژل شوو کسانو مړي د اردو لخوا د سوځولو نه وروسته خښیږي.
د لیبریا په پلازمینه مونرویا کې اکثرو ډاکټرانو د ایبولا په ناروغۍ د روږدې ناروغانو سره د تماس د نه نیولو په خاطر خپلې معاینه خانې او کلینکونه تړلي دي . په نوموړي هیواد کې تر اوسه پورې څه باندې ۶۰ تنو ډاکټرانو هم ژوند د لاسه ورکړی دی . په نوموړي هیواد کې دولتي کارکوونکي یوه میاشت جبري رخصت کړی شوي دي .
د بله پلوه په لیبریا کې په نوموړي ناروغۍ روږدی شوی دویم امریکايي هم د قرنتیل لاندې خپل هیواد ته استول شوی دی .
په نایجریا کې هم تر اوسه پورې ۹ تنو د نوموړې ناروغۍ او ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی .
عربي آماراتو او یو شمیر نورو هیوادونو هوايي کرښو شرکتونو افریقا ته خپل سفرونه ځنډولي دي . امریکا، انګلستان، فرانسې، جرمني، ایټالیا او یو شمیر نورو هیوادونو خپلو وګړو ته لویدیځې افریقا هیوادونو ته د سفر د نه کولو خبرداری ورکړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه