په چین کې یوې فابریکې ته د چاپیریال د ککړولو له امله ۳ میلیونه

په چین کې د چاپیریال د ککړولو له امله یوې فابریکې شل میلیونه ین چې شاوخوا ۳ عشاریه ۲۵ میلیونه ډالره کیږي جزا ورکړل شوه.

115145
په چین کې یوې فابریکې ته د چاپیریال د ککړولو له امله  ۳ میلیونه

په چین کې د چاپیریال د ککړولو له امله یوې فابریکې شل میلیونه ین چې شاوخوا ۳ عشاریه ۲۵ میلیونه ډالره کیږي جزا ورکړل شوه.
د چین په ختیځ کې یوې فابریکې ته چې په ناقانونه توګه به يي فصلونه مواد بهر تویول څه باندې درې میلیونه ډالره جزا ورکړل شوه .
د چین د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې د جیجیانګ په ایالت کې یوه فابریکه چې چاپیریال به يي ککړو د نقدې جزا سره مخامخ شوه .
په خبر کې راغلي دي چې فابریکې پنځه زره ټنه فصلونه مواد د ښار په کانالیزاسیون کې خوشې کړي دي . همداشان یادې شوې فابریکې ۱۸ ټنه ککړې اوبه د هانجوا د خلیج په غاړه کې تویې کړي دي .
د فابریکې د چارواکیو نه ۱۱ تنه د نقدي جزا سربیره په څلور څلور کاله حپس محکوم کړي دي .
چین چې په نړۍوال ککړتیا کې تر ټولو په سر کې قرار لري د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې ددینه وروسته به د چاپیریال د ککړتیا پر خلاف لا زیاته مبارزه وکړي او د ککړتیا مسولینو ته به جزا ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه