د ارمنستان لخوا د ګزاخ په ښار کې اشغال شوي څلور کلي بیرته اذربایجان ته وسپارل شول.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د دولتي پولو د ټاکلو په اړه د کمیسیون د غونډو په چوکاټ کې د څلورو کلیو د راستنیدو بهیر بشپړ شو.
2143689
![د ارمنستان لخوا د ګزاخ په ښار کې اشغال شوي څلور کلي بیرته اذربایجان ته وسپارل شول.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/fdb9/67bb/4226/66503a197b7b4.jpg?time=1718567866)
د ارمنستان لخوا د ګزاخ په ښار کې اشغال شوي څلور کلي بیرته اذربایجان ته وسپارل شول.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د دولتي پولو د ټاکلو په اړه د کمیسیون د غونډو په چوکاټ کې د څلورو کلیو د راستنیدو بهیر بشپړ شو.
د اذربایجان د لومړي وزیر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې "د پولې د ټاکلو مطالعاتو په پایله کې، د ۱۲ کیلومتره او 7 مترو په اوږدوالي سرحدي کرښه ټاکل شوې او اذربایجان ته د څلورو اشغال شویو کلیو بیرته ستنیدل ډاډمن شوي." د دولتي سرحدونو د تعیین کمیسیون له اتمې غونډې وروسته د اپریل په ۱۹مه پروتوکول لاسلیک شو او د کلیو د بیرته ستنیدو بهیر پیل شو.