ینس ستولتنبرګ : ناټو باید د اوکراین سره په کال کې لږ تر لږه ۴۰ میلیاردو ایرو پوځي مرسته وکړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ متحدو هیوادونو ته د مالي ژمنې وړاندیز کړی چې په کې له اوکراین سره د اړتیا په صورت کې په کال کې  لږ تر لږه ۴۰ میلیارده یورو پوځي مرسته شامله ده.

2152885

ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې خبریالانو ته وکړې.

سټولټنبرګ د دې په بیانولو سره چې اصلي اجنډا یې د اوکراین ملاتړ دی، ټینګار وکړ چې له دغه هیواد سره تقریباً ټول پوځي ملاتړ د ناټو د متحدینو له خوا کیږي او نوی پلان به دا ملاتړ په ټینګه او د وړاندوینې وړ وګرځوي.

سټولټنبرګ د دې په بیانولو سره چې له اوکراین سره د متحدینو کلنۍ پوځي مرسته شاوخوا ۴۰ میلیارده یورو ده، وویل چې هغه وړاندیز کوي چې دا اندازه لږ تر لږه د معیارونو په توګه وټاکي او تر هغه وخته چې اوکراین ورته اړتیا لري، برابر کړي.

اړوند خبرونه