د نړۍ مشران د اوکراین او روسیې پر ستونزې د خبرو په خاطر په سویس کې سره راټولیږي.

د نړۍ مشران د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د لارو د لټولو په موخه د روانې اونۍ په پای کې په سویس کې سره راټولیږي.

2153007

پدې سرمشریزه کې چې د جون په ۱۵ مه نيټه د دوو ورځو لپاره جوړیږي د تورکیې په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ګډون وکړي.

د ویلو ده چې پدې سرمشریزه کې به د امریکا د ولسمشر مرستیال کمالا هاریس،  د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او همدارنګه د جرمني، ایټالیا، انګلستان، کاناډا او جاپان په ګډون د یو زیات شمیر هیوادونو استازي ګډون وکړي. پدې سرمشریزه کې روسیې ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

هند چې له اوکراین سره یې د جګړې له امله پر روسیې لګول شوي اقتصادي بندیزونه نرم کړي، تمه ده چې دغه سرمشریزې ته یو پلاوی هم واستوي.

چین، چې د روسیې د تیلو له سترو پیرودونکو څخه دی، دغې غونډې ته نه دی بلل شوی.

پيوندونه: #غونده , #اوکراین , #سویس

اړوند خبرونه