ملګروملتونو خبرداری ورکړی که په غزه کې هر څه ژر اوربند ونشي ، یو نسل له منځه ځي

په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې عمومي کمشنر فیلیپ لازاریني خبرداری ورکړی چې که د غزې په تړانګه کې چې د اسرائیلو تر بریدونو لاندې قرار لري هر څه ژر اوربند ټینګ ونه شي، یو نسل به له منځه ولاړ شي.

2152935

فیلیپ لازاریني د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي  خپل بیان کې ټینګار وکړ چې د ټولو جګړو او نښتو په څیر په غزه کې په جګړه کې تر ټولو زیات ماشومانو ته زیان رسیدلی دی.

هغه  دې ته اشاره وکړه چې د غزې ماشومانو داسې شیان تجربه کړي چې په نړۍ کې هیڅ ماشوم باید تجربه  نکړي او یادونه یې وکړه چې ډیر زیات ماشومان مړه او ټپیان شوي، او ژوندي پاتې شوي د ژورې صدمې سره مخ دي.

هغه ویلي دي چې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې د ماشومانو ښوونځي ویجاړ شوي او د زده کړو او لوبو نه پرته د ښوونځي ټول کال یې له لاسه ورکړی دی.

د دې په بیانولو سره چې دې بریدونو د غزې له ماشومانو څخه د هغوی ماشومتوب لوټ کړی او د اوربند غوښتنه یې وکړه، خبرداری ورکړ چې که په غزه کې اوربند ونه شي، یو نسل به له لاسه ځي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۵ زره ۵۱۷ ماشومانو او ۱۰ زره ۲۷۹ ښځو په ګډون ۳۷ زره ۲۳۲ فلسطینیان وژل شوي او ۸۵ زره ۳۷ کسان ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي لا هم تر خاورو لاندې زرګونه مړي پراته دي، د روغتونونو او تعلیمي موسسو په نښه کولو سره ملکي بنسټونه هم ویجاړ شوي چې خلکو پکې پناه اخیستې ده.

اړوند خبرونه