میدویدیف: روسیه حق لري د لویدیځ مخالفینو ته له اټومي وسلو پرته نورې بیلابیلې وسلې ورکړي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف ویلي، هغه هیوادونه چې د لویدیځ مخالفت کوي باید له اټومي وسلو پرته نورې بیلابیلې روسي وسلې ورکړل شي.

2152958
میدویدیف: روسیه حق لري د لویدیځ مخالفینو ته  له اټومي وسلو پرته نورې بیلابیلې وسلې ورکړي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف ویلي، هغه هیوادونه چې د لویدیځ مخالفت کوي باید له اټومي وسلو پرته نورې بیلابیلې روسي وسلې ورکړل شي.

دیمیتري میدویدیف په خپل ټیلیګرام چینل کې په خپله وینا کې د روسیې پر ضد د امریکا د بندیزونو د پراخولو په اړه د امریکا د پریکړې ارزونه وکړه.

هغه د دغو بندیزونو په وړاندې د غبرګون په اړتیا باندې د ټینګار سره وویل ،

"موږ څنګه عکس العمل ښودلی شو؟ موږ باید هره ورځ هڅه وکړو هغه هیوادونو ته چې زموږ په هیواد او زموږ ټولو اتباعو باندې دا بندیزونه وضع کوي ډیر زیان ورسوو. ایا دوی هغه هیوادونه چې د روسیې په وړاندې بندیزونه وضع کوي ویره لري چې موږ به د لویدیځ دښمنانو ته وسلې ورکړو؟ د اوس لپاره، موږ به دوی ته ټولې ممکنه وسلې ورکړو، پرته له اتومي وسلو "موږ باید هغه هیوادونو ته وسلې  ورکړو چې د لویدیځ مخالفت کوي. موږ باید د دښمن په وړاندې هیڅ ډول اصول مراعات نکړو. دوی باید پدې پوه کړو چې روسیې ته زیان رسول دوې ته څومره زیان رسوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د خزانې وزارت اعلان وکړ چې د اوکراین سره د جګړې له امله یې پر روسیې د بندیزونو لړۍ پراخه کړې او شاوخوا ۳۰۰ کسان او شرکتونه یې د بندیزونو په لیست کې شامل کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم تیره اوونۍ په خپله وینا کې وویل، روسیه حق لری چې د هغه هیوادونو د اساسو نقطو د ویشتو لپاره چې اوکراین سره د وسلو مرسته کوي ، مشروع جوړښوتونو او مظلومو هیوادونو ته  د لیرې واټن ویشتونکې وسلې ولیږدوی .



اړوند خبرونه