۳ اروپايي هیوادونو د فلسطین دولت د خپلواکه دولت په توګه د په رسمیت پیژندولو پریکړه وکړه
درې اروپايي هېوادونو اسپانیا، ناروې او ایرلنډ اعلان وکړ چې فلسطین به د یو خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
د جزا نړیوالې محکمې لخوا د اسرائیلو د لومړي وزیر او د دفاع د وزیر د نیولو حکم د صادرولو د غوښتنې نه سمدستي وروسته داځل اروپا لخوا د اسرائیلو پر وړاندې مهم ګام اوچت شو.
درې اروپايي هېوادونو اسپانیا، ناروې او ایرلنډ اعلان وکړ چې فلسطین به د یو خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
لومړی د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز د اسپانیا پارلمان ته په وینا کې اعلان وکړ چې دوی به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني . هغه وویل چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ چې د می د ۲۸ مې نیټې سره سمون خوري ، د اسپانیا د وزیرانو شورا به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني. هغه وویل چې د دې وخت رارسیدلی دی چې له خبرو څخه ډیر عمل وکړو. په میلیونونو بې ګناه مظلوم فلسطینیانو ته ووایو چې موږ له دوی سره یو.."
د ناروې لومړي وزیر ینس ګهر سټور هم په اوسلو کې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ دوې به فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژني . دا پریکړه به د می د میاشتې له ۲۸ څخه د اعتبار وړ وي: "هغه څه چې موږ یې نن شریکوو دا په ګوته کوي چې ناروې دولت د اوږدې مودې راهیسې شتون لري، فلسطینیان د خپل خپلواک دولت ، ملکیت بنسټیز حق لري.."
همداشان د ناروې نه وروسته ایرلنډ هم خپله پریکړه اعلان کړه. د ایرلنډ لومړي وزیر وویل چې "موږ دا کار ځکه کوو چې موږ په ازادۍ او عدالت او د نړیوال قانون د په بنسټیزو اصولو باور لرو." د آیرلنډ لومړي وزیر سایمن هاریس وویل چې هغه هیله لري چې نور هیوادونه به په راتلونکو ورځو کې له دوی سره یوځای شي.
"نن، آیرلینډ، ناروې او اسپانیه وايي چې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو ته نږدې کیږي. زه باور لرم چې زموږ هر یو به اوس د دې پریکړې د پلي کیدو لپاره اړین ملي ګامونه پورته کړي."
له دغو څرګندونو وروسته د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د اسپانیا او ایرلنډ سفیران یې د سلا مشورو په خاطر هیواد ته رابللي دي.