اتریش د دوه روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

اتریش د روسیې دوه ډیپلوماټان وشړل

2115340
اتریش د دوه روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

اتریش د دوه روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

د اتریش د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ویانا کې د روسیې په سفارت کې دوه روس ډیپلوماتان د ډیپلوماتیکو اصولو او قواعدو سره عمل د نه کولو له امله نامطلوبو اشخاصو په توګه اعلان کړي  او هغوې ته د اتریش د خاورې نه د وتو په خاطر د مارچ تر ۱۹ مې نیټې مهلت ټاکلی دی.  

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د روس ډیپلوماټانو د هغه کړنو په اړه چې ددوې په وینا د ډیپلوماتیکو اصولو او قواعدو سره په ټکر کې دي معلومات ندي ورکړي.

په دې توګه، د ۲۰۲۰ کال راهیسې د اتریش لخوا د شړل شوو روس ډیپلوماټانو شمیره ۱۱ تنو ته لوړ شو.

روسیې د اتریش لخوا ددې هیواد  د دیپلوماتانو د شړولو د هرې پریکړې په ځواب کې په مسکو کې د اتریش په سفارت کې اتریشي ډیپلوماټان شړلي دي.

روسیې تر اوسه د اتریش د وروستۍ پریکړې په اړه عکس العمل ندی ښودلی .


پيوندونه: #روسیه , #اتریش

اړوند خبرونه