اسپانیا په ۲۰۲۳ کال کې د ګرځندوی په برخه کې ریکارډ مات کړ

اسپانیا په ۲۰۲۳ کال کې د ۸۴ میلیونه تنو ګرځندویانو د کوربه توب سره په خپل تاریخ کې تر ټولو زیاتو ګرځندویانو د کوربه توب سره ریکارډ مات کړ.

2091569
اسپانیا په ۲۰۲۳ کال کې د ګرځندوی په برخه کې ریکارډ مات کړ

اسپانیا په ۲۰۲۳ کال کې د ۸۴ میلیونه تنو ګرځندویانو د کوربه توب سره په خپل تاریخ کې تر ټولو زیاتو ګرځندویانو د کوربه توب سره ریکارډ مات کړ.

د اسپانیا د صنعت او ګرځندوی وزیر جوردي هیرو، وویل چې په ۲۰۲۳ کال  کې د اسپانیا ته د راغلو  سیلانیانو شمیر ۸۴ میلیون  تنو ته رسیدلی، او دا د تاریخ ترټولو لوړ رقم  دی.

هغه رسنيو ته ويلي چې اسپانیا په ۲۰۱۹ کال کې  د نوي ډول کورونا ويروس (کوويډ-۱۹) ناروغۍ له خپرېدو مخکې د ګرځندوی په برخه کې ریکارډ جوړ کړی وو چې د ۲۰۲۳ کال شمیرې د ۲۰۱۹ کال په پرتله یو سلنه زيات شوی او د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱۹ سلنه زياتوالی  پکې راغلی دی.

وزیر هیرو دې ته په اشارې سره چې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې تر ټولو زیات سیلانیان ۸۳.۵ میلیونه وو چې دغه شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۸۴ میلیونو ته لوړ شوی دی. وزیر هیرو دا هم وویل چې په ۲۰۲۳ کې به د ګرځندوی ټول عاید له ۱۰۸ میلیارد یورو څخه ډیر شي او د تیرو کلونو په پرتله ، دا د ۲۰۱۹ کال څخه ۱۷ عشاریه ۴  سلنه او د ۲۰۲۲ څخه ۲۳ عشاریه ۸  سلنه ډیر دی.

د اسپانیا وزیر په ګوته کړه چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې د ګرځندویانو په شمیر او د ګرځندوی عاید کې د ریکارډ تمه لري ، پرته لدې چې کوم ځانګړی بهرني فکتور شتون ولري.


پيوندونه: #ګرځندوی , #اسپانیا

اړوند خبرونه