په هند کې په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هند په مهاراشترا ایالت کې په یوه فابریکه کې د چاودنې او ورپسې اور لګیدنې له امله ۹ تنه وژل شوي دي.

2143702
په هند کې په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هند په مهاراشترا ایالت کې په یوه فابریکه کې د چاودنې او ورپسې اور لګیدنې له امله ۹ تنه وژل شوي دي.

د تانې یو تن سیمه ایز چارواکي سچن سیجل د پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس ته په ویلي دي  چې د کیمیاوي موادو د  تولید  د  فابریکې په بویلر کې د چاودنې له امله اور لګیدنه رامنځته شوه.

د سیجل په وینا په پیښه کې ۹ تنه مړه او ۶۴ تنه ټپیان شوي دي.

اور وژونکو اور تر کنټرول لاندې راوستی، د چاودنې د لامل په اړه پلټنې پیل شوې دي.

د پيښې ټپیان روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. د ټپیانو د روغتیايی حالت په اړه څه ندي ویل شوي.


پيوندونه: #چاودنه , #هندوستان

اړوند خبرونه