روسیې پر اسرائیلو په غزه کې د وینې تویونې د درولو غږ وکړ
روسیې پر اسرائیلو غږ کړی چې "د غزې په تړانګه کې وینه تویدنه ودروي، د فلسطین د مسئلې د هواري لپاره خبرې اترې بیا پیل کړي او د نړیوال بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي."
روسیې پر اسرائیلو غږ کړی چې "د غزې په تړانګه کې وینه تویدنه ودروي، د فلسطین د مسئلې د هواري لپاره خبرې اترې بیا پیل کړي او د نړیوال بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي."
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په پلازمینه مسکو کې په اونیزه خبري غونډه کې د اجنډا د مهمو مسئلو په اړه ارزونه وکړه.
زخارووا پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه وویل، مونږ د اسرائیلو د حکومت نه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پرېکړو سره سم په غزه کې د وینو تویولو د بندولو ، د ۱۹۶۷ کال د پولو او د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې سره د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو او د دوو دولتونو د حل لارې په خاطر د مذاکراتو د بیا پيلولو غوښتنه کوو.
زخارووا د فلسطین د خپلواکۍ په رسمیت پیژندلو په اړه د ایرلینډ، اسپانیا او ناروې د پریکړې په ارزولو سره وویل: «دا ښیي چې نړیواله ټولنه د غزې په تړانګه کې د غمجنو پیښو، د زرګونو ملکیانو د وژل کیدو او د بې ساري بشري ناورین په وړاندې بې ځوابه پاتې کیدای نشي. "
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، د منځني ختیځ د مسئلې په اړه د امریکا دریځ د سیمې د هیوادونو لپاره ویجاړونکی دی.
"نړیواله ټولنه په زیاتیدونکې توګه په دې باور ده چې په منځني ختیځ کې باید سوله راشي. دا باید د دوه دولتونو د فورمول د پلي کولو له لارې وشي."
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.