پوتین هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې په روسیه کې د امریکا له شتمنیو ګټه اخیستل کیږي.

په امریکا کې د روسیې د شتمنیو د کنګلولو په غبرګون کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې زیان د جبرانولو لپاره په روسیه کې د امریکا د شتمنیو کارول تصویب کړل.

2143786
پوتین هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې په روسیه کې د امریکا له شتمنیو ګټه اخیستل کیږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې په روسیه کې د امریکا له شتمنیو ګټه اخیستل کیږي.

په امریکا کې د روسیې د شتمنیو د کنګلولو په غبرګون کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې زیان د جبرانولو لپاره په روسیه کې د امریکا د شتمنیو کارول تصویب کړل. "د روسیې فدراسیون او د روسیې مرکزي بانک ته د امریکا متحده ایالاتو د غیر دوستانه کړنو په تړاو د اوښتو زیانونو د جبران ځانګړي حکم په اړه" تر سرلیک لاندې فرمان د پوتین له لاسلیک وروسته په رسمي خبري جریده کې خپور شو.

د فرمان له مخې، د روسیې د حقونو خاوندان چې شتمنۍ یې د امریکا ضبط شوي، کولی شي محکمې ته د هغه زیان د جبران لپاره درخواست وکړي. د حقونو خاوندان به وکولی شي په هیواد کې د امریکا شتمنۍ وکاروي ترڅو د قضیې په پایله کې ټاکل شوي زیانونه جبران ​​کړي.

امریکا  د ۲۰۲۲ په فبروري کې په اوکراین باندې د روسیې له بریدونو وروسته د روسیې شاوخوا ۳۰۰ میلیارد ډالر شتمنۍ کنګل کړې. د امریکا سنا د اپرېل په ۲۴مه اوکراین ته د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د سپارلو طرحه تصویب کړه.



اړوند خبرونه