د روسیې او اوکراین ترمنځه یو ځل بیا د بندیانو تبادله وشوه.
د مسکو او کیف تر منځ د بندیانو د تبادلې په پایله کې ۲۴۸ کسان روسیې ته او ۲۳۰ پوځیان او ملکیان وکړي اوکراین ته وسپارل شو.
د روسیې او اوکراین ترمنځه یو ځل بیا د بندیانو تبادله وشوه.
د مسکو او کیف تر منځ د بندیانو د تبادلې په پایله کې ۲۴۸ کسان روسیې ته او ۲۳۰ پوځیان او ملکیان وکړي اوکراین ته وسپارل شو.
یو شمیر هغه کسان چې اوکراین ته راستانه شوي د ماریوپول او "ازوفستال" په جګړو کې برخه اخیستې وه.
کیف په روسیه کې نیول شوي ۲۰۰ اوکرایني سرتیري او ملکي وګړي بیرته ترلاسه کړ. دا څرګندونې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وکړې. زیلینسکي وویل چې په هغو کسانو کې چې د بندیانو د تبادلې په چوکاټ کې ازاد شوي دي، سرتیري او افسران دي، چې ځینو یې د ماریوپول او "ازوفستال" په نښتو کې برخه اخیستې وه.
د اوکراین د جنګي اسیرانو د همغږۍ د مرکزي دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د د ۲۰۲۲ په فبروري کې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې او اوکراین ترمنځه ترټولو لوی بندیانو د تبادلې په نتیجه کې ۲۳۰ تنه اوکرایني وګړي خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.
د بیان له مخې، په ازاد شوو اسیرانو ۱۸۲ تنه هغه کسان دي چې سره صلیب د نړیوالې کمیټې لخوا د جنګي اسیرانو په توګه تثبیت شوي او ځیني هغه سرتیري هم شتون لري چې ګمان کیده لا درکه شوي دي. د اوکراین عامه مفتش دیمیتري لوبینیت تایید کړه چې ۲۳۰ تنه اوکرایني بندیان خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت هم خبر ورکړی، چې د روسیې د وسله والو ځواکونو ۲۴۸ غړي چې د اوکراین سره بندیان ول ازاد شوي دي .
روسیې دفاع وزارت د بندیانو تبادلې په برخه کې د متحده عربي اماراتو د بشردوستانه منځګړیتوب هڅو څخه مننه کړې.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سرتېري به د هوايي او فضايي ځواکونو په الوتکو کې هېواد ته له راوړل کېدو وروسته د درملنې او بيارغونې لپاره روغتيايي بنسټونو ته ولېږدول شي.