امریکا د اسرائیل او حماس ترمنځه د بندیانو د تبادلې او موقت اوربند هر کلی وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیلو د حکومت او حماس ترمنځ د بندیانو د تبادلې او ۴ ورځي موقت اوربند د موافقې هرکلی وکړ.

2067246

بایډن ویلي چې د اسرائیل حکومت او حماس ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې هرکلی کوي.

بایډن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی څخه په دې تړون کې د رول لوبولو له امله مننه وکړه، بایډن یادونه وکړه چې د امریکا د ولسمشر په توګه، د امریکایي بندیانو خلاصون یې لومړیتوب دی.

بلینکن بیا ویلي چې هغه له شوې هوکړې څخه خوښ دی او له مصر او قطر څخه یې مننه کړې ده.

د اسرائیلو حکومت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې د حماس له غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې او څلور ورځنی موقت اوربند منلی دی.

د حماس غورځنګ دا معلومات هم شریک کړي وو چې په لنډمهاله اوربند کې چې څلور ورځې به دوام وکړي، ۱۵۰ فلسطینیان به د اسرائیلو له زندانونو څخه د ۵۰ اسرائیلي بندیانو په بدل کې خوشي شي.

اړوند خبرونه