روسیه : د فنلنډ لخوا د روسیې پر مخ د خپلو سرحدي دروازو تړل ، د فنلنډ د ملي ګټو سره په ټکر کې عمل دی

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو ویلي، د  فنلنډ  لخوا  د روسیې پر مخ د خپلو سرحدي دروازو تړل په اصل کې  د فنلنډ د ملي ګټو خلاف اقدام دی.

2066602

هغه د روسیې خبري اژانس تاس ته په وینا کې د روسیې پر مخ د خپلو ځینو سرحدي دروازو د تړولو په اړه ارزونې وکړې.

هغه د دې په بیانولو سره  وویل چې روسیې پولې  د ټولو هیوادونو لپاره خلاصې دي.

هغه وویل "کله چې موږ مقابل لوري ته  د ځواب ویلو لپاره اقدام کوو، موږ تل په ځانګړې توګه خپلې ملي ګټې په نظر کې نیسو. د همدې امله وایو چې د دوې دا ډول پریکړه به په ښکاره ډول د فنلینډ د ملي ګټو سره په ټکر کې ده."

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف هم د دې موضوع په اړه په خپله یوه بیانیه کې ویلي وو« مونږ پدې اړه ژوره اندیښنه لرو، ځکه چې موږ له فنلنډ سره ډېرې ښې، عملي او متقابل درناوي پر بڼسټ ولاړې پیاوړې درلود چې، له بده مرغه ددې ښو اړیکو ځای نن د روسیې  سخت مخالفت او دښمنۍ نیولی دی.

فنلنډ پرېکړه کړې چې د روانې اوونۍ په پای کې له روسیې سره د "درېیم هېواد د اتباعو" د تګ راتګ د مخنیوي په موخه څلور سرحدي دروازې وتړي. راپور ورکړل شوی چې یاده پریکړه به د ۲۰۲۴ کال د فبروري د ۲۸ پورې د اعتبار وړ وي.

په فنلنډي مطبوعاتو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې له روسیې سره به د پولو د پاتې دروازو د تړلو پرېکړه وشي.

پيوندونه: #فنلنډ , #روسیه

اړوند خبرونه