نړۍ د اسرائیلو لخوا په غزه کې پر روغتون د برید په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی

د غزې په الاهلی المعمداني  روغتون باندې د اسرائیلو لخوا ترسره شوی برید چې په ترڅ کې یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا وغندل شو.

2052619
نړۍ د اسرائیلو لخوا په غزه کې پر روغتون د برید په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی

د غزې په الاهلی المعمداني  روغتون باندې د اسرائیلو لخوا ترسره شوی برید چې په ترڅ کې یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا وغندل شو.

ملګرو ملتونو پر الاهلی المعمداني  روغتون برید په کلکه غندلی او پر ملکي وګړو او روغتیايي مرکزونو د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس هم دغه برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، "موږ د ملکي وګړو او روغتیايي خدمتونو د سمدستي خوندیتوب غوښتنه کوو."

غیبریوس یادونه وکړه چې دوی غواړي د غزې په شمال کې د روغتونونو د ایستلو غوښتنه چې (د اسرائیلو لخوا شوې) بیرته واخیستل شي.

د اروپايي اتحادیې د شورا مشر چارلس میشل په غزه کې د اسرائیلو د روغتون د بمبارۍ په اړه وویل: "د مړو شمیر ډیر دی. دا په نړۍ کې  د میشتو خلکو لپاره ډراماتیک وضعیت ښیې.".

میشل وویل چې پر ملکي تاسیساتو برید د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه ده.

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین هم وویل، "د ملکي خلکو څخه ډک روغتون باندې برید  هیڅ عذر نه شي کیدی. ټول حقایق باید په ډاګه شي او مسؤل کسان باید حساب ورکړي."

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لوړپوړي استازي جوزف بوریل یو ځل بیا ټینګار وکړ چې بې ګناه ملکي وګړو تر ټولو لوړه بیه پرې کړې او ویلي یې دي چې په غزه کې پر روغتون د حملې له عاملینو سره باید حساب کتاب وشي.

بوریل د دې په بیانولو سره چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري، البته، مګر دا هم خپل حدود لري، بوریل وویل چې دوی د حماس ترهګریز بریدونه غندي او زیاته یې کړه، "په هرصورت، زه فکر کوم چې موږ باید همدا اوس په غزه کې د ملکي تلفاتو غندنه وکړو. درې زره کسان؛ ځکه چې د یوې غمیزې غندنه د بلې پر ضد غږ پورته کول دي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پر روغتون برید په کلکه غندلی او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې،  افریقايي ټولنې  هم دغه برید غندلی او دا یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.

د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  ولسمشر ایرسین تاتار هم په غزه کې د الاهلی المعمداني  روغتون برید غندلی او ویلي یې دي چې دا بریدونه د منلو وړ نه دي.

د اردن پاچا  دویم عبدالله د غزې په تړانګه کې د الاهلی المعمداني  روغتون باندې د اسراییلو برید غندلی او دا یې یو «وحشیانه جنګي جنایت» بللی دی.

د اردن پاچا ویلي چې اسرایئل باید ژر تر ژره خپل وحشیانه یرغل ودروي.

په ټول هېواد کې نن له غرمې وروسته درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.

ایران هم د اسرائیلو د برید نه وروسته یو ورځ ملي ماتم اعلان کړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، د غزې په تړانګه کې پر روغتون د برید په پایله کې چې سلګونه کسان پکې ووژل شول، د اسرائیلو له خوا د ترسره شوي جنګي جنایت په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

د ایران حکومت هم پر نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې له اسرائیلو سره اړیکې پرې کړي او خپل سفیران وباسي.

په لبنان کې هم یوه ورځ ملي ماتم اعلان شوی او ویلي یې دي چې پر روغتون برید په سختو ټکو غندي.

متحده عربي امارات ، قطر، سعودي عربستان، مصر، د عراقي په شمال کې د کردانو سیمه ییز حکومت ، پاکستان، په افغانستان کې د طالبانو موقت حکومت، لیبیا، الجزایر، جیبوتي، انګلستان، فرانسه، اسپانیا، ناروې، جرمني، روسیې، ایټالیا، کیوبا، وینزویلا، چیلي، کولمبیا، سومالیا، سلوانیا، استرالیا، کاناډا، مراکش،  سویلي قبرس ادارې او یو شمیر نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هم په غزه کې پر روغتون برید په کلکو ټکو غندلی او د ټپیانو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده. هغه غوښتنه وکړه چې ملکي وګړي خوندي‌ شي‌  او  ژر تر ژره جګړه پای ته ورسول شي.



اړوند خبرونه