د چین د یو اوبتل د ډوبیدو له امله د ۵۵ تنو د وژل کیدو ادعا شوې ده

د چین اتومي ځواک لرونکې اوبتل په ژیړ بحر کې د دښمن اوبتلونو لپاره په جوړ شوي‌ خپل دام کې د بندیدو نه وروسته  د اوبتل ۵۵ تنو عملې شتون د لاسه ورکړی دی.

2046698
د چین د یو اوبتل د ډوبیدو له امله د ۵۵ تنو د وژل کیدو ادعا شوې ده

د چین اتومي ځواک لرونکې اوبتل په ژیړ بحر کې د دښمن اوبتلونو لپاره په جوړ شوي‌ خپل دام کې د بندیدو نه وروسته  د اوبتل ۵۵ تنو عملې شتون ژوند د لاسه ورکړی دی.

د انګلستان د "ټايمز" او "ډیلي ميل" ورځپاڼو د "پټ" کوډ شوي راپور پر بنسټ چې د برتانوي استخباراتو لخوا افشا شوي،  په خپور کړي‌ خبر کې  ویلي‌ دي‌ چې د چين د خلکو د ازادۍ پوځ  سمندري ځواکونو اړوند  یو  اټومي اوبتل  د اګست په ۲۱ مه په شمال کې د شان دونګ په سیمه کې د اوبتلونو لپاره په جوړ شوي‌ دام کې بند شوی دی.

د استخباراتو په راپور کې ویل شوي چې دا اوبتل چې د چین لخوا د امریکا او د هغې د متحدینو اوبتلونو لپاره په جوړ شوي‌ دام کې بند پاتې وو ، د ۶ ساعتونو لپاره د اوبو لاندې بنده پاتې وه ، د  بیټرۍ د خلاصیدو نه وروسته  د اکسیجن سیستم فعالیت د لاسه ورکړی وو. پدې پيښه کې د  اوبتل د کپتان ډګروال شی یونګ پینګ په ګډون ۲۲ افسران ، ۷ تنه  زده کونکي افسران، ۹ خورد ضابطان او ۱۷ سرتیرو په ګډون ۵۵ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.  

یو برتانوي سمندري‌ افسر د ډیلي‌ میل سره په مرکه کې ویلي دي‌ چې چین  د نړۍوال ملاتړ غوښتنه نده کړې .

په داسې حال کې چې چین تر اوسه دا پېښه نه ده تایید کړې، خو د بریتانیا شاهي سمندري ځواکونو هم ورځپاڼو ته له څه ویلو ډډه کړې.

د پیښې په وخت کې، په چین کې په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوې چې یوه اټومي اوبتل ژیړ بحر ته نږدې یا د تایوان تنګي کې د یوې حادثې سره مخامخ شوې ده .


پيوندونه: #اوبتل , #چین

اړوند خبرونه