په کوسوو کې پر پولیسو خونړی برید شوی

صربستان  ولسمشر الکساندر ووچیچ تایید کړه چې د کوسوو په شمال کې په وسله واله جګړه کې چې د کوسوو د پولیسو د افسر د وژل کیدو لامل شوې د کوسوو صربانو لخوا ترسره شوې.

2041628
په کوسوو کې پر پولیسو خونړی برید شوی

صربستان  ولسمشر الکساندر ووچیچ تایید کړه چې د کوسوو په شمال کې په وسله واله جګړه کې چې د کوسوو د پولیسو د افسر د وژل کیدو لامل شوې د کوسوو صربانو لخوا ترسره شوې.

ووچیچ په پلازمینه بلګراد کې رسنیو ته د  وینا پر مهال وویل چې دا وسله وال جګړه هله رامنځته شوه چې د کوسوو په شمال کې په شمالي‌ میترویجا سیمه کې چیرته چې ډیری صربیان میشت دي‌ یوې  ډلې صربانو لاره د ټرافیک پر مخ وتړله او پر پولیسو يي ډزې وکړې. پدې برید کې د پولیسو یو تن افسر ژوند د لاسه ورکړ.

ووچیچ د دې په بیانولو سره چې دا د صربیانو لپاره ډیره سخته ورځ وه، وویل: "د کوسوو صربیانو یوې ډلې په بنجکا سیمه  کې د دوو لاریو سره لاره تړلې وه چې وروسته پولیس راغلل او غوښتل يي لاره پرانیزي. دلته نښته رامنځته شوه چې په نښته کې یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړ. ددې پيښې نه وروسته نښتې دوام پیدا کړ.

ووچیچ زیاته کړه ، هغه وضعیت چې نړۍوالې ټولنې په اړه په کراتو خبرداری ورکړی وو رامنځته شوی دی، د کوسوو صربان نور د کوسوو د لومړي‌ وزیر البین کورتي‌ ترهګري‌ زغملی نشي.  

"هغه یوازې جنګ او شخړه غواړي. هغه غواړي چې صربیان له ناټو سره په شخړه کې ښکیل کړي. زه له نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره د صربیانو د ښاروالیو اتحادیه جوړه کړي. په دې توګه به صربیان د جلاوطنۍ احساس ونه کړي او دا ډول شخړو مخه به ونیول شي.

ووچیچ وویل: "زه له خپلو خلکو څخه غوښتنه کوم چې سوله ییز او ارامه پاتې شي، راځئ چې د نورو وینو تویولو د مخنیوي لپاره خپله هڅه وکړو."

الکساندر ووچیچ وویل  چې په راتلونکو ورځو کې به نوي تصامیم ونیسي: "صربستان به هیڅکله د کوسوو خپلواکي په رسمیت ونه پیژني، که تاسو وغواړئ موږ ټول ووژنئ. موږ تل خبرو ته چمتو یو، مګر هیڅکله د کوسوو خپلواکي نه غواړو."


پيوندونه: #برید , #کوسوو , #صربستان

اړوند خبرونه