په آلمان کې مړ شوي شپاړلسم پاپ بینیډیکټ څخه په میراث کې پاتې شوی صلیب غلا شوی دی.
په المان کې د کلیسا نه تاریخي صلیب غلا شوی
2002498
تیر کال په آلمان کې مړ شوي شپاړلسم پاپ بینیډیکټ څخه په میراث پات شوی صلیب غلا شوی دی.
د سیمې د مسئولینو په وینا غله د مونیخ ښار ته څېرمه د ټرانسټین په ولسوالۍ کې د اوسوالډ په ښارګوټي کې کلیسا ته د ننوتو نه وروسته په المارۍ کې ساتل شوی صلیب یې پټ کړی .
غلا شوی تاریخي صلیب د شپاړلسم پاپ بینیډیکټ د پیکټورل اړوند وو چې تیر کال ومړ.
د ویلو ده چې شپاړلسم پاپ د خپلې دندې پر مهال ددې صلیب نه استفاده کړې وه. همداشان هغه وروسته دا صلیب دې کلیسا ته په میراث کې پریښی وو.
ویل کیږي چې غلو د کلیسا څخه پیسې هم غلا کړي دي.
د بله پلوه پولیسو ویلي دي چې د غلو د نیولو په خاطر يي پلټنې پيل کړي دي.
اړوند خبرونه
په هند کې په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هند په مهاراشترا ایالت کې په یوه فابریکه کې د چاودنې او ورپسې اور لګیدنې له امله ۹ تنه وژل شوي دي.