په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنخته شوه
د یونان په سویل کې د پیلوپونیس په نیمه ټاپووزمه کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه. د لومړنیو د ۷۸ تنو مړي موندل شوي دي.
د یونان په سویل کې د پیلوپونیس په نیمه ټاپووزمه کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه. د لومړنیو د ۷۸ تنو مړي موندل شوي دي.
د یونان د ساحلي ګارد له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه کښتۍ چې ناقانونه کډوال پکې سپاره وو، د پیلوپونیس نیمه ټاپو وزمه د جنوب لوېدیځ په ۷۵ کیلومترۍ کې ډوبه شوې او تر اوسه د ۷۸ تنو مړي موندل شوي دي. همداشان ډېر کسان یې ژغورل شوي هم دي.
یوناني رسنیو اعلان کړی چې په کښتۍ کې تر ۴۰۰ ډېر کډوال سپاره وو چې د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې ډوبه شوه. . د ساحلي ګارډ د ژغورنې ډلو لخوا د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.
یوناني چارواکو ویلي چې دا پيښه د ایونین سمندر په نړیوالو اوبو کې رامنځ ته شوې ده. په سیمه کې د زورورو بادونو سره سره د ژغورنې پراخه عملیات روان دي.
ویل شوي چې دغه کښتۍ د لیبیا له طبرق له بندر څخه د ایټالیا پر لور روانه وه.
له دې پيښې څخه ژغورل شوي کسان د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. چارواکو په ګوته کړه چې په کښتۍ کې هیچا هم د ژوند ژغورنې احتیاطي واسکټونه نه و اغوستي.
سیمه ایزو خبریالانو ویلي دي چې د کب نیولو یوه لویه کښتۍ چې ځینو ادعاوو له مخې ۴۰۰ کډوال پکې سپاره وو او د ځینو ادعاوو له مخې ۵۰۰ تنه کډوالو پکې سپاره ول او له لیبیا څخه ایټالیا ته روانه وه د یونان په جنوب کې د پیلوپونیس ټاپو په ۴۷ کیلومترۍ کې په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوه. تر اوسه پورې ۷۸ جسدونه له سمندر څخه را ایستل شوي دي.
"دا اندیښنه شتون لري چې د مړو شمیره به ډیره زیاته لوړه ش. د یونان ساحلي ګارډ ځواکونو د ایټالیا د ساحل ګارډ ځواکونو د خبرتیا نه وروسته سیمې ته ورسید. یوناني ځواکونو چې کله په سیمه کې دا کښتۍ تثبیت کړه له کښتۍ څخه وپوښتل چې ایا مرستې ته اړتیا لري او که نه ؟ د کښتۍ لخوا ورته مرستې ته اړتیا نه لرو ځواب ورکړ شو. دا نه ده معلومه چې دا رد ځواب د چا له خوا ورکړل شوی دی.د یونان په رسنیو کې ادعا شوې کله چې کښتۍ په ډوبیدو شوې ده ځیني کډوالو له کښتۍ نه د ځانونو د غورځولو هڅه کړې خو د انسان د قاچاق وړونکو لخوا يي مخه نیول شوې ده.
په سیمه کې د ژغورنې او لټون چارې دوام لري.