شمالي کوریا نن یو ځل بیا دوه بالستیک توغندي وازمایل
شمالي کوریا د جاپان د سمندر په لور د لنډ واټن دوه بالستیک توغندي توغولي دي.
شمالي کوریا د جاپان د سمندر په لور د لنډ واټن دوه بالستیک توغندي توغولي دي. شمالي کوریا د توغنديو دا ازموينه د امريکا او جنوبي کوريا پر وړاندې چې په سيمه کې ګډ پوځي تطبیقات کوي، غبرګون ښودلی دی.
وروسته له هغه چې سویلي کوریا او امریکا د ( ازادۍ ډال ) تطبیقات پیل کړل چې په تیرو پنځو کلونو کې ترټولو پراخه ګډ تطبیقات بلل کیږي ، د شمالي کوریا سخت غبرګون يي پارولی دی.
د ویلو ده چې شمالي کوریا پرون هم د نوموړو تطبیقاتو د پيلیدو نه مخکې د خپل تحت البحري یا اوبتل کښتۍ نه دوه ستراتیژیک اوږد واټنه توغندي وتوغول .
همداشان يي بیا دوه لنډ واټنه توغندي وازمایل. د جاپان حکومت اعلان وکړ چې د پیونګ یانګ ادارې د جاپان د سمندر په لور د لنډ واټن دوه نوي بالستیک توغندي توغولي دي. د جاپان د کابینې لوی منشي هیروکازو ماتسونو وویل چې دوی به د امریکا، سویلي کوریا او نورو هیوادونو سره په نږدې همکارۍ کې د هیواد د سولې او امنیت د تامین لپاره کار وکړي، او د اړتیا وړ څارنې او تحلیلي فعالیتونو ته به دوام ورکړي.
د جاپان د دفاع وزیر یاسوکازو هامادا ویلي چې د شمالي کوریا د توغندیو له ازموینې وروسته د دغه هېواد په ځانګړې اقتصادي سیمه کې کوم زیان نه دی تثبیت شوی. د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې د نوموړي توغندي "۶۲۰ کیلومتره ارتفاع ته رسیدلي دي."
د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا توغندي د سهار د ۷ بجو او ۴۱ دقیقو او ۷ بجو او ۵۱ دقیقو ترمینځ د جنوبي هوانګای ولایت له جانګیون سیمې څخه توغول شوي او شاوخوا ۶۲۰ کیلومتره واټن نه وروسته غورځیدلي دي. په بیان کې ویل شوي، "د شمالي کوریا له خوا پرله پسې د بالستیک توغندیو ازموینې جدي پارونکي اقدامات دي چې د نړیوالې ټولنې سولې او ثبات او د کوریا ټاپووزمې ته زیان رسوي."
اړوند خبرونه
په هند کې په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هند په مهاراشترا ایالت کې په یوه فابریکه کې د چاودنې او ورپسې اور لګیدنې له امله ۹ تنه وژل شوي دي.