د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا وویل چې هیواد یې اروپا ټولنې ته ډیر زیات ښه نیت ښودلی دی.

د پولنډ ولسمشر : ددینه وروسته به د اروپا د کمیسیون غوښتونو ته ځواب ورنکړو

1903217
د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا وویل چې هیواد یې اروپا ټولنې ته ډیر زیات ښه نیت ښودلی دی.

د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا وویل چې هیواد یې اروپا ټولنې ته ډیر زیات ښه نیت ښودلی دی.

دودا په پولنډ کې چاپیدونکې  اونیزې مجلې سیسي سره په مرکه کې  وویل چې هغه به د اروپایي کمیسیون  نه راغلو وړاندیزونو ته ځواب ونه وايي.

دودا ددې خبرې په  ټینګار سره وویل  چې پولنډ اروپایي فنډونو نه د ګټې اوچتولو په خاطر باید د اروپايي ټولنې  د غوښتنو پوره کولو څخه ډډه وکړي .

"زه باور نه لرم چې د بل لوري د تمو پوره کول به  ښې پایلې ولري. زه فکر کوم چې پولنډ د اروپايي ټولنې په مقابل کې له حد څخه ډیر ښه نیت ښودلی دی."

دودا ټینګار وکړ چې هیواد یې ټول مخکې له مخکې توافق شوي شرطونه پوره کړي دي.

"تر هغه ځایه چې زه پوهیږم، موږ د وبا څخه وروسته د بیا رغونې فنډ څخه د پیسو ترلاسه کولو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي. زمونږ د لګښت پلان تصویب شوی. مونږ د هغه پور په تمه یو چې مونږ ته راکړل شوی دی."



اړوند خبرونه