د امریکا متحده ایالتونو د استازو د مجلس د مشرې نانسي پلوسي په میړه په خپل کور کې برید شوی دی.

د امریکا د استازو مجلس د مشرې نانسي پلوسي پر کور برید شوی

1899228
د امریکا متحده ایالتونو د استازو د مجلس د مشرې نانسي پلوسي په میړه په خپل کور کې برید شوی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د استازو د مجلس د مشرې نانسي پلوسي په میړه په خپل کور کې برید شوی دی.

 د ویلو ده چې  د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي  په ۸۲ کلن میړه  په سن فرانسیسکو کې په خپل کور کې برید شوی دی. د برید جزئیات په کلاره کلاره روښانه کیږي.

د امریکايي رسنیو د معلوماتو له مخې بریدګر دا برید په قصدي او هدفي توګه  ترسره کړی. ویل کیږي برید کوونکی د پلوسي  کور ته له ننوتلو وروسته له پاول پیلوسي څخه پوښتلي چې "نانسي چیرته ده؟" برید کوونکي د نانسي پلوسي پر میړه ۸۲ کلن پاول پلوسي ډیرې چیغې هم وهلي  دي.

بل خوا د امریکا د کانګرس پولیسو اعلان کړی چې نانسي پلوسي د برید پر مهال په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې وه او د هغې ساتونکي هم ورسره وو.

د ویلو ده چې پاول پلوسي د برید نه وروسته روغتون ته انتقال شوی  او برید کوونکی هم نیول شوی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د پلوسي پر کور د برید په غبرګون کې ویلي دي چې دا یو خواشینونکی او د کرکۍ ډک برید دی.



اړوند خبرونه