د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځه د سولې پروتوکول لاسلیک شو

د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځه چې د جګړې په درشل کې قرار درلود د سولې پروتوکول لاسلیک شو.

1881964
د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځه د سولې پروتوکول لاسلیک شو

 د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځه چې د جګړې په درشل کې قرار درلود د سولې پروتوکول لاسلیک شو.

د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ د سولې په موخه یو پروتوکول وروسته له هغه لاسلیک شو چې پر پوله د نښتو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو تر ۱۰۰ ډېر کسان په کې ووژل شول.

د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله له وسله والې نښتې وروسته د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو ترمنځ د سولې په هدف یو پروتوکول لاسلیک شو.

په خبر کې ویل شوي، چې د قرغیزستان د ملي امنیت د ریاست د کمېټې رئیس کامچی بیک تاسییف او د تاجکستان د ملي امنیت د ریاست د کمېټې رئیس سایمومین یتیموف په تاجکستان کې غونډه وکړه.

د غونډې په ترڅ کې ویل شوي چې د سپټمبر په ۱۶مه له اعلان شوي اوربند وروسته د پوځي ځواکونو د وتلو او د وضعیت د ثبات لپاره یو پروتوکول لاسلیک شو.

د غونډې په ترڅ کې ویل شوي چې تاسییف د تاجکستان له خوا د جګړو پر مهال نیول شوي څلور قرغیزي سرتیري خوشي کړي او له خپلو سرتیرو سره د قرغزستان باتکن سیمې ته راستانه شوي دي.

د سپتمبر په ۱۶ مه د سهار په ساعتونو کې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو د قرغیزستان او تاجکستان په پوله کې نښته وکړه.

په جګړه کې د دواړو خواوو شاوخوا ۱۰۰ تنو  ژوند له لاسه ورکړی .

دواړه هیوادونه د جګړې نقطې ته رارسیدلي وو.



اړوند خبرونه