د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د امریکا سره هر ډول جګړې ته پوره چمتووالی وښود.

شمالي کوریا : زمونږ پوځ د امریکا پر خلاف هر ډول جګړې ته پوره چمتوالی لري

1860529
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د امریکا سره هر ډول جګړې ته پوره چمتووالی وښود.

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د امریکا سره هر ډول جګړې ته پوره چمتووالی وښود.

 کیم جونګ اون  دا څرګندونې د کوریا د جګړې د اوربند د ۶۹مې کلیزې په مناسبت  په جوړو شوو مراسمو کې چې ددې هیواد د دولتي تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپریدې وکړې.

کیم د دې خبرې په ټینګار وویل چې  د شمالي کوریا وسله وال ځواکونه هر ډول کړکیچ ته د ځواب ویلو لپاره بشپړ چمتووالی لري. هغه زیاته کړه "زموږ د هیواد اټومي وسله او مطلق ځواک د خپل ماموریت سره سم په بشپړ او چټکۍ سره هر ډول اقدام او تحرک ته چمتو ده."

کیم  زیاته کړه چې  امریکا متحده ایالتونه  د شمالي کوریا  پر وړاندې خپلو خصمانه او دښمنانه  پالیسو ته د مشروعیت ورکولو په خاطر شمالي کوریا  په  "شیطانت" تورنوي  .

هغه  یادونه وکړه چې د امریکا  متحده ایالتونو او  سویلي کوریا پوځي  تمرینونه چې شمالي کوریا په نښه کوي په اصل کې  د متحده ایالتونو "دوه ګونی معیار" او یو بام او دوه هوا چلندونو ښکارندويي کوي. دا چلند ددوې د مافیايي څیرې په ډاګه کوي.

کیم وویل، "د یون سوک یول په مشرۍ د سویلي کوریا حکومت د پخوانیو محافظه کاره حکومتونو په پرتله لا  زیات د بې منطقو او  غلو لخوا اداره کیږي.

کیم دې ته په اشارې سره  وویل چې د اټومي وسلې لرونکي هیواد په وړاندې د پوځي اقدام په اړه خبرې کول یو ډیر خطرناک  او ځانمرګی عمل دی. "دا ډول خطرناکه هڅه به زموږ د ځواکونو لخوا سمدستي مجازات شي او د یون سوک یول حکومت او اردو به له منځه یوسي."

شمالي کوریا د جولای په ۳ مه په مادرید کې  د ناټو سازمان د ۳۲ مې سرمشریزې په څنډه کې د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان د  درې اړخیزه او  کې د پوځي همکارۍ په اړه غبرګون وښود.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول، د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو او د امریکا ولسمشر جو بایډن په مادرید کې د ناټو د ۳۲مې سرمشریزې په څنډه کې  په درې اړخیزه غونډه کې د پوځي همکاریو په اړه خبرې وکړې. شمالي کوریا دا غونډه په کلکه توګه غندي.



اړوند خبرونه