د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۱۶ ورځ هم پراخه بریدونه دوام لري.
روسیه پر اوکراین بریدونو ته دوام ورکوي
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۱۶ ورځ هم پراخه بریدونه دوام لري.
روسیه د اوکراین په یو زیات شمیر ښارونو د توغندیو او هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.
روس ځواکونه د هغوې د پلان له مخې په چټکۍ سره پرمختګ کولی نشي. د بله پلوه لویدیځه نړۍ هره ورځ پر روسیې نوي بندیزونه اعلانوي.
روسیې پر اوکراین د یرغل په ۱۶ ورځ وویل چې د اوکراین د ملکي وګړو د تخلیې په خاطر به په یو پلوه توګه هره ورځ د سهار د لسو بجو نه په اعتبار سره د بشري مرستو دهلیزونه پرانیزي.
د بله پلوه د ماکسر د امریکا د ټکنالوژۍ شرکت د سپوږمه کۍ له لارې د اوکراین د پلازمینې کیف پر لورې روان د ۶۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د روسي ځواکونو کتار د کیف ښار ته نږدې شاوخوا ښارونو او ځنګلونو ته د خوریدو نه خبر ورکړی دی.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې د ټانکونو، زغروالو موټرو، سترو توپونو او ډول ډول درندو وسلو نه جوړ دا ستر کتار د پلازمینې کیف په شاوخوا کې ښارونو او ځنګلونو ته خور شوی دی. توپونه د تعرض وضعیت ته راوستل شوي دي.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې کیف پر لورې روان دا ستر پوځي کتار لومړی د کیف په شاوخوا ښارونو او ځنګلونو کې وویشل شو او وروسته يي د تعرض وضعیت واخیست. همداشان کتار د پلازمینه کیف شمال لوري ته د انتونوف هوايي ډګر ترڅنګ لیدل شوی دی.
د ویلو ده چې دا کتار تیره اونۍ د نفتو او لوژیستیکي او خوړو د ستونزو له امله دریدلی وو.
د بله پلوه اوکرایني ځواکونو پدې کتار د ضد ټانک توغندیو سره برید کړی وو.
ویل کیږي دا کتار د پلازمینې کیف ۱۵ کیلومترۍ ته رارسیدلی دی.