روسیې پر اوکراین د یرغل په نهمه ورځ ددې هیواد تر ټولو ستره اټومي‌ بټۍ ونیوله.

د اروپا په کچه د اوکراین تر ټولو ستره د زاپروژیا اټومي‌ بټۍ روسي‌ ځواکونو لاس ته ولویده

1789608
روسیې پر اوکراین د یرغل په نهمه ورځ ددې هیواد تر ټولو ستره اټومي‌ بټۍ ونیوله.

روسیې پر اوکراین د یرغل په نهمه ورځ ددې هیواد تر ټولو ستره اټومي‌ بټۍ ونیوله.

د ویلو ده چې روسیې تیره شپه  لومړی د زاپروژیا په اټومي‌ بټۍ برید وکړ چې په بټۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه. اورلګیدنې ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه اروپا ډیره اندیښمنه کړې وه خو له نیکه مرغه چې هر څه ژر تر کنټرول لاندې راغله .

 

همداشان د اوکراین د اټومي‌ انرژۍ اژانس اعلان وکړ چې د اروپا تر ټولو ستره د اټومي‌ انرژۍ بټۍ زاپروژیا  د روسي‌ ځواکونو لخوا ونیول شوه.

 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیز زیلنسکي‌ خبرداری ورکړی وو چې د زاپروژیا په اټومي‌ بټۍ کې چاودنه به ټوله اروپا له منځه یوسي.

 

همداشان د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي‌ وو چې پدې اټومي‌ بټۍ کې چاودنه کیدای شي‌ چې د چارنوبیل د فاجعه لس برابره ستره فاجعه رامنځته کړي.

 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن او د انګلستان لومړي‌ وزیر بوریس جانس روسي‌ ځواکونو لخوا  پدې اټومي بټۍ د برید نه وروسته د اوکراین ولسمشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې او د وروستي‌ وضعیت په اړه يي معلومات واخیستل.

 

د انګلستان لومړي‌ وزیر جانسن ، سمدلاسه د ملګروملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته راوبلله .

 

د ویلو ده چې د اوکراین  زاپروژیا  اټومي‌ بټۍ د اروپا تر ټولو لویه او د نړۍ لسمه لویه اټومي‌ بټۍ ده.

 

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په لومړنیو ورځو کې روسي‌ ځواکونود چارنوبیل په اټومي‌ بټۍ برید وکړ او دا بټۍ يي ونیوله.

 

د ویلو ده چې په اوکراین کې په څلورو اټومي‌ بټیو کې  ۱۵ ریکټورونه فعاله دي. اوکراین د هیواد د برښنا نیمايي اړتیا د همدې بټیو نه ترلاسه کوي.



اړوند خبرونه