د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په شپږمه ورځ هم بریدونه دوام لري.
روسي ځواکونو د اوکرایني ځواکونو په یوې پوځي هډې د برید سره په لسګونو تنو سرتیري وژلي دي
![د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په شپږمه ورځ هم بریدونه دوام لري.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/0187/69ff/dc4e/621dc56b81a77.jpg?time=1718557803)
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په شپږمه ورځ هم بریدونه دوام لري.
اوکرایني مقاماتو د هیواد په شمال ختیځ سیمو کې په یوې پوځي هډې د روسي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې د لسګونو تنو اوکرایني سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
اوکرایني مقاماتو ویلي دي چې د هیواد په شمال ختیځ کې د اوختیرکا په ښار کې په یوې پوځي هډې د روسي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې تر ۷۰ تنو ډیرو اوکرایني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د امریکا د ماکسار په نامه د ټکنالوژۍ یو شرکت د سټلایت له لارې اخیستي د اوکراین د پلازمینې کیف پر لورې روانو د روسي ځواکونو د کتارونه عکسونه خپاره کړل.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې د کیف پر لورې روان د روسي ځواکونو ددې کتار اوږدوالی ۶۴ کیلومتره دی.
د ویلو ده چې دې شرکت ددینه مخکې په خپرو کړو عسکونو کې ویلي وو چې د کیف پر لورې د روانو روسي ځواکونو د کتار اوږدوالی ۲۷ کیلومتره دی خو نن د نورو عسکونو په خپرولو سره وویل چې د کتار اوږدوالی د اټکلونو نه ډیر لوړ او لږ تر لږه ۶۴ کیلومتره دی .
یاد شوي شرکت ویلي دي چې د روسي ځواکونو دا کتار د پلازمینې کیف په ۴۳ کیلومترۍ کې شتون لري.
شرکت ویلي دي د هغه ګذرګاه نه چې د روسي ځواکونو کتار تیږي په لاره کې د یو زیات شمیر کورونو نه لوګي اوچتیږي خو دا لامل يي تر اوسه پورې معلوم ندی.
د ویلو ده روس ځواکونه چې د پلازمینې کیف د نیولو هڅه کوي د اوکرایني ځواکونو د ډیر سخت مقامت سره مخامخ شوي دي.