پوتین : مونږ تل هغه مذاکراتو ته چې زمونږ ملي ګټې او د هیوادوالو امنیت پکې خوندي وي چمتو یو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې زمونږ د هیواد د ملي ګټو او هیوادوالو د امنیت ټینګښت په نظر کې نیولو سره تل د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو پر مخ زمونږ دروازې پرانیستي دي.

1783579
پوتین : مونږ تل هغه مذاکراتو ته چې زمونږ ملي ګټې او د هیوادوالو امنیت پکې خوندي وي چمتو یو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې زمونږ د هیواد د ملي ګټو او هیوادوالو د امنیت ټینګښت په نظر کې نیولو سره تل د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو پر مخ زمونږ دروازې پرانیستي دي.

پوتین دا څرګندونې د وطن د ساتونکو د ورځې په مناسبت ملت ته په خطاب کې په خپله وینا کې وکړې.

هغه وویل چې روسیه تل ډیپلوماتیکو حل لارو لټولو ته چمتو ده. په خو شرط ددې چې د روسیې ملي ګټې او د هیواد امنیت ټینګښت په نظر کې ونیول شي. هغه وویل چې هیڅوخت د روسیې ملي ګټې او هیوادوالو د امنیت مسئله د بحث نده او پدې برخه کې به چاته د ذرې په اندازه امتیاز ورنکړو.

د همدې امله د پوځ او سمندري ځواکونو د اغیزو د لا ډیرولو ، په وروستۍ ټیکنالوژۍ د سمبالولو او لا زیاتې ودې او پرمختګ چارو ته دوام ورکوو.

پوتین زیاته کړه چې هیواد يي د ناټو سازمان د پوځي فعالیتونو او وسلو د کنټرول د سیستمونو د فعالیت نه د غورځیدو له امله د جدي ګواښونو سره مخامخ دی.

هغه وویل " وګورۍ چې نړۍوال وضعیت د څه ډول مشکلاتو سره مخامخ دی، د وسلو د کنټرول د سیستمونو ضعیفیدل او د ناټو بلاک پوځي  فعالیتونو مونږ د ډیرو جدي ګواښونو سره مخامخ کړي  یو. ددې ترڅنګ  د ټولو هیوادونو د امنیت ساتوونکي، د مساواتو پر بڼسټ ولاړ او نه پارچه کیدونکي  د یو امنیتي سیستم د جوړولو په اړه د روسیې غوښتنې بې ځوابه پاتې دي. زمونږ اندیښنو ته چا ځواب هم ندی ویلی. "

پوتین یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې د روسیې وسله وال پوځ جګړې ته پوره چمتو دی او پوره باور لري  چې د هیواد د ملي ګټو نه به په ډیره ښه توګه دفاع وکړي.

د ویلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تیرې دوشنبې پر ورځ د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته  د اوکراین په ختيځ کې د دونتسک او لوهانسک خپلواکه جمهوریتونو خپلواکي د په رسمیت پیژندو سره د ټولې نړۍ سخت غبرګونونه پارولي دي.  



اړوند خبرونه