په امریکا کې په چپه شوې ودانۍ کې د مړو شمیره ۸۶ تنو ته لوړه شوه
د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا ایالت اړوند د میامي په ښار په چپه شوې ودانۍ کې د روانو پلټنو چارو په ترڅ کې د مړو شمیره ۸۶ تنو ته لوړه شوه.
د ویلو ده چې د میامي د ښار د سرف ساید په سیمه کې د جون په ۲۴ مه نيته یوه ۱۳ پوړیزې ودانۍ یوه لویه برخه ونړیده.
د میامي ښار ښاروال خبري غونډې ته ویلي دي چې په چپه شوې ودانۍ په سیمه کې د پلټنې عملیات دوام لري. تر اوسه پورې د ۸۶ تنو مړي راویستل شوي دي او ۴۳ تنه اوس هم لا درکه دي.
هغه ویلي دي چې په سیمه کې د پلټنې چارې د تندر د غورځیدو له کبله ځنډول شوي دي. خو د هوا د شرايطو د ښه کیدو سره به پلټنې چارې له سره پيل شي.
هغه ویلي دي چې د موندل شوو ۸۶ مړو نه د ۶۲ تنو هویتونه تشخیص شوي دي.
هغه وویل چې د ژوندي کسانو د ژغورولو هیلې او امیدونه له منځه تللي دي. اوس د پلټنې چارې یواځې د مړو د موندولو او چپه شوې ودانۍ د کانکرټونو او خاورو د لرې کولو په خاطر دوام لري.
اړوند خبرونه
په هند کې په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هند په مهاراشترا ایالت کې په یوه فابریکه کې د چاودنې او ورپسې اور لګیدنې له امله ۹ تنه وژل شوي دي.