مایک پنس : په سوریه کې میشت امریکايي ځواکونه هیواد ته راستنو

په سوریه کې په امریکايي ځواکونو د برید په اړه د مایک پنس غبرګون

1127358
مایک پنس : په سوریه کې میشت امریکايي ځواکونه هیواد ته راستنو

د امریکا متحده ایالتونو  د ولسمشر مرستیال مایک پنس  په سوریه کې  پر امریکايي ځواکونو  د بمي برید په غبرګون کې وویل  چې ، د سوریې نه خپل ځواکونه  وباسو  خو هغې پورې چې  پدې خبره  پوره  باور  پیدا کړو  چې داعش ترهګره  ډله  اوس خپله چټله  څیره یو ځل بیا ښودلی نشي  د داعش پر خلاف مبارزې ته به دوام  ورکړو.

هغه وویل چې  په سوریه کې  میشت  امریکايي ځواکونه هیواد ته راستنو. داعش ترهګرې ډلې ته مو  ستره ماتې ورکړه.

مایک پنس  دا څرګندونې  په بهرنیو چارو وزارت کې  په جوړو شوو مراسمو کې وکړې. هغه  دا څرګندونې  په منبیج کې پر امریکايي ځواکونو  د برید نه  سمدلاسه وروسته وکړې. هغه پر امریکايي ځواکونو د برید نه په مستقیمه توګه یادونه ونکړه.

هغه امریکايي ډيپلوماټانو ته په خطاب کې وویل چې  په سوریه کې میشت امریکايي ځواکونه هیواد ته  راستنو. داعش ته مو ماتې ورکړه. خو تر هغې چې پدې خبره پوره باور پيدا کړو چې  د داعش ترهګرې ډله  یو ځل بیا خپله چټله څیره  ښودلی نشي  په سیمه کې به د داعش پر خلاف مبارزې ته دوام  ورکړو. په سیمه کې به خپل ځواکونه وساتو. د خپلو ځواکونو او متحدینو د لاسته راوړنو نه به حفاظت وکړو.

د ویلو  ده چې  تیره ورځ د سوریې په شمال کې د منبیج  په ښار کې چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې د څانګو وای پ جي  تر کنټرول  لاندې دی  پر امریکايي ځواکونو  خونړی برید وشو.

پدې برید کې ۵ تنه امریکايي سرتیري مړه او ۳ تنه نور ټپيان شول. همداشان  پدې پيښه کې  د امریکايي سرتیرو په ګډون ۲۰ تنه او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.



اړوند خبرونه