د قاشقچي د جنایت په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې

ترکیه : قاشقچي په زندۍ وژل شوی او وروسته يي مړی له منځه وړل شوی دی

1079227
د قاشقچي د جنایت په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د سعودي عربستان د منتقد او مخالف ژورنالست د جنایت په اړه وویل چې، سعودي عربستان ددې جنایت سره  له ما سره نه بلکې د خپل ځان سره  خیانت وکړ.

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې  د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

ټرمپ د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  سعودي عربستان د جمال قاشقچي د وژلو سره د چا سره خیانت وکړ؟ داسې وویل، زما  سره نه  کړی بلکې د خپل ځان سره  کړی دی.

هیله لرم  چې دا ټولې ستونزې حل شي. په ډیر زیات اسناد او شواهد  په لاس کې لرو. پدې ټولو  غور کیږي. وبه ګورو چې ددې کار وروستۍ نتیجه  څه کیږي.

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال  روبیرت  د جمال قاشقچي د جنایت په اړه د استانبول  د لوی څارنوال عرفان فیدان لخوا شوې څرګندونې په خبري غونډه کې وارزولې.

هغه وویل چې د امریکا  په توګه  د قاشقچي د جنایت په اړه  د معلوماتو راټولو ته دوام  ورکوو  خو  یو ځل بیا په شفافه توګه ددې جنایت د څیړولو  غوښتنه کوو. د سعودي عربستان د حکومت سره هم  په منظمه توګه د ارتباط په حال کې یو.

امریکا  د نوموړي جنایت په اړه معلوماتو راټولو ته دوام ورکوي او په راتلوونکې کې پدې اړه پریکړه به هم  د راټولو شوو معلوماتو په اساس وشي.

د استانبول  لوی څارنوالۍ  تیره ورځ  د جمال قاشقچي د جنایت په اړه وروستي معلومات خپاره کړه. د لوی څارنوالۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  جمال قاشقچي  د  ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دویمه نیټه  د واده د رسمي چارو په خاطر  په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو سره  سم  زندۍ شوی  او وژل شوی دی. د مخکې نه د جوړ شوي  پلان له مخې د مقتول مړی  ټوټې ټوټې شوی  او له منځه وړل شوی دی.



اړوند خبرونه