په امریکا کې په دوو جلا جلا وسله وال بریدونو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په امریکا کې  د اوونۍ  په پای کې  په دوو  جلا جلا وسله والو بریدونو کې  لږ تر لږه  ۹ تنه مړه  او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.

1021923
په امریکا کې په دوو جلا جلا وسله وال بریدونو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په امریکا کې  د اوونۍ  په پای کې  په دوو  جلا جلا وسله والو بریدونو کې  لږ تر لږه  ۹ تنه مړه  او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.

د امریکا  د تکزاس  او نیو اورلان  په ښارونو  کې  د نامعلومو کسانو لخوا وسله وال بریدونه شوي دي.

د تیرې خالي ورځې  د شپې په ناوخته ساعتونو کې  په تکزاس ایالت کې  د پالنې په یو مرکز  وسله وال برید وشو. پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان  ددې برید نه  څو ساعته وروسته  د لوئیزیانا ایالت اړوند  د نیواورلان په ښار کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا په خلکو د وسله وال برید ونه  خبر ورکړ شو.

د نیواورلان  د ښار  پولیسو  ویلي دي چې پدې برید کې  لږ تر لږه  ۳ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی یا برید کوونکي  تښتیدلي دي او د ثبیت او  نیولو په خاطر يي  عملیات پیل شوي دي .

د یادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې  د ملکي وګړو سره  څه باندې  یو میلیاردو وسلې شتون لري چې ددوې ۴۰ سلنه  د امریکا  د خلکو سره  ده.

په امریکا کې  په اوسط ډول سره په هرو سلو تنو  ۱۱۲ میله وسلې  رسیږي.

په امریکا کې په وسله والو بریدونو کې هر کال په زرګونو تنه  ژوند د لاسه ورکوي.

پداسې حال کې چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما  په کراتو  د وسلو د مخنیوي  او په هیواد کې  په وسلو د بندیز لګولو هڅه وکړه  خو د هر ځل سره  د کانګرس  د سخت خنډ سره  مخ شو.

همداشان د امریکا اوسنی  ولسمشر ټرمپ بیا  د وسلو پلوي کوي  او حتا ویلي وو چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د وسله والو بریدونو د مخنیوي په خاطر  غواړي چې استادان  په وسلو سمبال کړي.



اړوند خبرونه